کور / تازه خبرونه / يو څلويښت پروژی گټی اخستنی ته وړاندى شوی

يو څلويښت پروژی گټی اخستنی ته وړاندى شوی

دکليود بيا رغونی ا وپراختيا وزا رت دملی پيوستون پروگرام يو څلويښت پروژی پدی وروستيو کى د فارياب په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپا رل شو ی.
ددی ولايت د ملی پيوستون پروگرام د مسوولينو دوينا له مخي پدی پروژو کی ديوه ټولنيز مرکز ، د دوه وو ديزلي ژرندو ، پنځو پل گوټو ، ديوه استنادي ديوال ، يوي حقابي او د يوه تشناب جوړول، دښاري برښنا دشبکي غځول ، دکليوالي سړک ترميم او شگي اچول، داوبو د(١٣) څاگانو کيندل او د خياطي او کمپيوتر دکورسونو دايريدل شامل دي .
يادى شوى پروژى د ( ٢٤،٨٥٩٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملى پيوستون پروگرام له بود جي بشپړی او څه د پا سه ( ٣٤٠٧ ) کورنی ترينه گټه اخلی .