د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کي د سواد د نړۍ والي ورځي په مناسبت په يوه غونډه کي پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ، چي د پرديو هيوادونو په لمسون دي د خپل هيواد ښوونځي، روغتونونه او عامه تاسيسات نه ورانوي.
نوموړي دغه راز له طالبانو وغوښتل چي د افغانستان د ملي ګټو، په هيواد کي د سولي او امنيت د ټينګښت په خاطر وسلې پر مځکه کښېږدي او له حکومت سره خبرو ته حاضر سي.
ولسمشر کرزي په دې غونډه کي په ژړغوني آواز وويل چي غواړي د يوه عادي افغان په څېر په هيواد کي دننه د افغاني استادانو تر روزني لاندي په خپل زوى ميرويس باندي زدکړي وکړي او نه غواړي چي زوى خارج ته د زدکړو دپاره ولېږي.
ولسمشر کرزي يو ځل بيا پر طالبانو ږغ وکړ چي له حکومت سره خبرو ته کښېني.
ښاغلي کرزي پر داسي مهال يو ځل بيا طالبانو ته د سولي وړانديز وکړ، چي د ناټو عمومي قومندان پرون ويلي وو، لوړ پوړو طالب مشرانو له افغان دولت سره تماسونه نيولي دي او امريکا هم له دې هڅو څخه ملاتړ کوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه