کور / تازه خبرونه / غزني: ځانمرګي حملې د والي مرستيال وواژه

غزني: ځانمرګي حملې د والي مرستيال وواژه

په غزني ولايت کي يوې ځانمرګي حملې د والي مرستيال محمدکاظم الله يار، د هغه زوى او ساتونکي وژلي دي.
د فرانس پريس آژانس په يوه تازه خبر کي وويل چي دغه چاودنه نن سهار د غزني په ښار کي هغه مهال وسوه چي مرستيال والي له کور څخه خپل دفتر ته روان وو.
د غزني امنيه قومندان دلاور زاهد فرانس پريس ته ويلي چي د مرستيال والي او زوى په ګډون يې شپږ کسه په دې حمله کي مړه سوي دي.
بلي خوا ته د طالبانو وياند له آزادۍ راډيو سره په خبرو کي د دې حملې مسئوليت منلئ او د غزني د مرستيال والي په ګډون يې د څو نورو دولتي مامورينو د وژلو ادعا کړې ده.