کور / تازه خبرونه / د ناټو چورلکو پاکستان کې په لمړي ځل عملیات وکړل

د ناټو چورلکو پاکستان کې په لمړي ځل عملیات وکړل

افغانستان کې د اتحادي ځواکونو سرچینو ویلي دي چې د ناټو دوه چورلکو د افغانستان د پولې سره نزدې د پولې پورې غاړه(پاکستان) د طالب جنګیالو په مرکزونو بریدونه کړي دي چې خواوشاه پنځوس کسان پکې وژل شو يدي ـ د ایساف د سرچینو په خبره ددوي دوه چورلکو د طالبانو لخوا د خوست په یوه پوسته د برید روسته په هغوي ګوزارونه پیل کړل ـ او دهغوي په تعاقب کې د پولې پورې غاړه یې هم د طالبانو مرکزونه په نښه کړل ـ د ایساف په خبره دې بمبارۍ کې دیرش طالبان وژل شوي دي او کوم ولسي وګړي ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې ـ
د ایساف یو چارواکي د برتانیې نشریاتي ادارې بي بي سي ته ویلي د ي چې ددې حملو په ترڅ کې ټولټال یو کم پنځوس طالبان وژل شو يدي ـ
د پاکستاني رسنیو په خبره دغه بریدونه د جمعې له ورځې راهسې شورو شوي دي چې ټول وژل شوي کسان د جلال الدین حقاني د ډلې غړي دي ـ
د ایساف ویاند سرجنټ میټ سمرز ددې رپورټونو پخلې کړی دی او ویلي یې دي چې د اتحادي ځواکونو دوه چورلکې د ځوابي عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان هواي حریم ته ننوتي دي ـ خو هغه دا ونه ویل چې دغه حملې په کومو سېمو کې رامنځته شوي او کومو کومو اتحادي هیوادونو سرتیرو پکې برخه اخستې وه ـ
د ناټو د چورلکو د بریدونو روسته قبایلي سېمو کې دا ویره زیاته شوې ده چې راتلونکي کې به د بې پيلوټه الوتکو په څېر د ناټو چورلکې هم د طالبانو په مبینه مرکزونو د حملو دپاره پکار راوستل کیږي ـ