کور / تازه خبرونه / خوست: په پارلماني ټاکنو کي درغلۍ سوي دي

خوست: په پارلماني ټاکنو کي درغلۍ سوي دي

د خوست ولايت څخه ولسي جرګې ته ځيني کانديدان شکايت کوي چي په دې ولايت کي د ټولټاکنو په ورځ خورا ډېري درغلۍ سوي دي.
کابل ته د خوست ولايت څخه تللو ځينو کانديدانو د انتخاباتو د شکايتونو کمېسون ته په دې باب شکايتونه کړي دي.
د خوست کانديدان وايي په ځينو سيمو کي نارينه وو رايي نه دي کارولي خو د ښځو دا په زرونو رايي ځني راغلي دي. همدا راز وايي چي په يوه سيمه کي د نارينه وو اتيا رايي کارول سوي دي، خو د ښځو دا تر ٢٠٠٠ ډېري رايي ځني راغلي دي، چي دا ټول د درغلۍ ښکاره ثبوتونه دي.
د افغانستان د ولسي جرګې ټاکني چي لس ورځي دمخه ترسره سوې، په هکله په ټولو ولايتونو کي د درغليو ادعاګاني کېږي.