کور / تازه خبرونه / په يوه ترافيکي پېښه کي ٣ تنه ووژل سول

په يوه ترافيکي پېښه کي ٣ تنه ووژل سول

د کندهار او کابل پر لويه لاره نن ورځ ديوه ٣٠٣ ډوله موټر او ټونيس تر منځ په يوه ترافيکي پېښه کي درې تنه ووژل سول . د زابل ولايت د والي وياند محمد جان رسوليار وايي چي پېښه په قلات کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله ٣٠٣ ډوله موټر د کابل څخه د کندهار پر لور روان و د يوه ټونيس سره ټکر سو او په پايله کي يې يادو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته . د رسوليار په وينا چي د ٣٠٣ ډوله موټرچلوونکى د خپله موټره سره د سيمي څخه تللى او په اړه يې پلټني پيل کړي .
دا لومړى ځل نه دئ چي پر دې لاره ترافيکي پېښه رامنځ ته کيږي بلکي په وار وار سره پر دې لاره د دې ډول پيښو له امله ډيرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړى چي امنيتي مسئولين يې د موټرانو ډېر تېزوالى او د موټر چلوونکو نه مسلکيتوب په ګوته کوي .