کور / تازه خبرونه / د يوه طالب قوماندان د وژلو خبر ورکړل سو

د يوه طالب قوماندان د وژلو خبر ورکړل سو

بهرني او افغان امنيتي ځواکونه وايي چي په پکتيکا ولايت کي يې د وسله والو طالبانو يو قوماندان چي عزيزالله نومېده او د نوموړو ځواکونو په وينا چي د شپې له لوري به يې پر بهرنيو او افغان ځواکونو بريدونه کول وژلى . د نوموړو ځواکونه په حواله چي د وسله والو طالبانو دغه قوماندان يې د يو لړ استخباراتي معلوماتو په بنسټ وژلى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .