مطبوعاتي کنفرانس ته بلنه
د خپراوي نېټه: مېزان ۳، ۱۳۸۹
د کنفرانس نېټه: مېزان ۴، ۱۳۸۹
کابل- افغانستان: په افغانستان کي مطبوعاتي رسنيو، د انتخاباتي شکاياتو کمېسيون او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون استازو، ملي او نړيوال ناظرينو، اړوندو حکومتي او غير حکومتي چارواکو ته بلنه ورکول کېږي، چي د ۱۳۸۹ افغان ولسي جرګي د نوماندانو فدراسيون لخوا په جوړېدونکي غونډه کي ګډون وکړي او مطبوعاتي کنفرانس يې تر پوښښ لاندي ونيسي. په دغه غونډه کي به فدراسيون د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د درغلۍ، تقلب او تخلف اړوند خپل راټول کړي اسناد او شواهد ( چي په ويډيوګانو، غږيزو او انڅوريزو موادو او نورو معلوماتو به مشتمل وي) له مطبوعاتو، چارواکو او خلکو سره شريکوي. فدراسيون به د يوه مطبوعاتي کنفرانس له لاري خپل پرېکړه ليک صادروي، چي د انتخاباتي شکاياتو له کمېسيون، حکومت او نورو اړوندو دوايرو به دغو مواردو ته د رسېدن دپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کوي تر څو د ۱۳۸۹ ولسي جرګې د ټاکنو آزادي، عادلانه توب او شفافيت يقيني کړی سي.
ټولو رسنيو او اړوندو ادارو ته بلنه ورکوو، چي په دغه مهمه غونډه کي ګډون وکړي.
ځای: د نړيوالو مطبوعاتو تالار، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، محمد جان خان واټ، کابل.
نېټه او وخت: د ميزان ۵مه، ۱۳۸۹، د سهار ۱۰:۰۰ (لس) بجې
د نورو معلوماتو لپاره:
ټلفون: +93 (0) 785 099 778/ (0) 706 690 929/ (0) 799 576 545/ (0) 786 389 361
برېښليک: info@mansooransari.com
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه