کور / تازه خبرونه / کندهار والي د معروف ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه

کندهار والي د معروف ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي نن ورځ تر غرمې مخکي د کندهار والي په مشري يوه ګډ پلاوي معروف ولسوالۍ ته په دې موخه چي د سپين ږيرو او د سيمي حالت د نژدې وويني سفر وکړ .
په دې سفر کي د کندهار والي او يو شمېر بهرنيانو تر څنګ د د دې ولايت د عامي روغتيا رئېس ، د ښووني او روزني رئېس د سرحدي پوليسو د ارکانو رئېس عبدالرازق ، د ٤٠٤ نمبر ميوند زون قوماندان شفيق فضلي او نور ونډه لرل . او پکښي د کندهار والي ، د عامي روغتيا رئېس او د ښووني او روزني رئېس د خپل لوري د هر راز مرستي يادونه وکړه .
په دې غونډه کي د عامي روغتيا رئېس ډاکټر عبدلقيوم پخلا وويل د کندهار د عامې روغتيا رياست ستاسو سره ژمنه کوي چي په هر برخه کي ستاسي سره همکار دئ که چيري تاسي هم له خپله اړخه اطمينان راکړى، کلينک او ډاکټران وساتى زه حاضر يم چي پوره مرسته درسره وکړم.
تر ښاغلي پخلا وروسته د ښووني او روزني سرپرست رئېس نجيب ا لله احمدي غونډي ته په وينا کي وويل چي د کندهار د معارف رياست د معروف ولسوالۍ لپاره په خپل تشکيل کي يوويشت بابه ښوونځي او پنځه سوه ښوونکي لري او که چيري د ولسوالى خلګ مرسته وکړي ياد رياست چمتو دئ چي ياد سوي ښوونځي فعاله او معلمينو ته يې تنخوا ګاني ورکړي .