د کندها رولايت امنيتي مسئولين وايي چي تېره شپه شاوخوا شپږ نيمي بجې ناپېژانداو وسله والو دوه تنه په ډزو ژوبل کړل . نوموړي مسئولين وايي چي ياد کسان هر يو لنډو او فدا محمد ملکي وګړي ول او د ديارلسمي حوزې د تور غونډۍ په سيمه کي ناپېژاندو وسله والو په ډزو ژوبل کړل او اوس يې د درملني په موخه د دې ولايت ميرويس روغتون ته وړي . نوموړى مسئولين وايي چي په دې اړه تر اوسه څوک نه دي نيولي خو په اړه يې پلټني پېل کړي . او همدا رنګه نوموړى مسئولين وايي چي تېره ورځ شاوخوا اته بجې او پنځه څلوېښت دقيقې يې د منډيسار په کلي کي د عمومي سړک پر غاړه يوه حلقه ځاى پرځاى سوى ماين هغه مهال وچاودې دئ چي د عامه نظم د پوليسو يو موټرد سيمي څخه دتېرېدو په حال کي و. نوموړي وايي چي دغه د وسله والو طالبانو دئ او دوى ته پکښي کوم زيان نه دئ رسېدلى .