کور / تازه خبرونه / لوګر : د دوو وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو

لوګر : د دوو وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو

د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په لوګر ولايت کي يې دوه وسله وال طالبان د هغو فوځي عملياتو په ترڅ کي نيولي چي د يوه طالب قوماندان د نيولو په موخه يې ترسره کړي . په خبرپاڼه کي د قوماندان د نيولو خبره نه ده سوې خو په اړه يې ويل سوي چي نوموړي پر بهرنيو ځواکونو د بريدونو لارښوونه کول . د خبرپاڼه په حواله چي دغه وسله وال يې د دې ولايت د څرخ ولسوالۍ په خان شېرين کي د يو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .