کور / تازه خبرونه / افغان حکومت: هره مياشت ١٠٠ پوليس مري

افغان حکومت: هره مياشت ١٠٠ پوليس مري

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د روان لمريز کال په شپږو مياشتو کي شاوخوا ٦٠٠ پوليس مړه سوي او ١٤٠٠ تنه ټپيان سوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي دغه پوليس اکثره د طالبانو په مخامخ جګړو کي او يا د سړک دغاړي په چاودنو کي مړه سوي دي.
د کورنيو چارو وزارت په داسي حال کي د پوليسو د مړيني دغه ارقام خپروي، چي د پوليسو د فعاليتونو په هکله د عامو خلګو انتقادونه ډېر سوي دي، د پوليسو له کړونو څخه ناراضه دي او په ناوړه چلند او غلاوو يې تورنوي.