کور / تازه خبرونه / وزیرستان:بې پیلوټه الوتکې دوه بریدونو کې نهه کسان ووژل شو

وزیرستان:بې پیلوټه الوتکې دوه بریدونو کې نهه کسان ووژل شو

شمالي وزیرستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په پرلپسې دوه بریدونو کې نهه کسان وژل شوي او څلور نور وژل شوي دي ـ د پولیټکل انتظامیې د چارواکو په وینا لومړۍ برید د میران شاه سره نزدې د دته خېل سرک په مده خېل سېمه کې په یو کور ترسره شوې دی چې په نتجه کې یې دوه کسان وژل شوي دي ـ دویم برید هغه وخت ترسره شو کله چې بې پیلوټه الوتکې په موټر دوه توغندي وویشتل ،چې فایله کې یې اووه کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي ـ
روانې میاشت په شپږ ویشت ورځو کې دا اتلسم ځل دی چې دغه ډول بریدونه پکې ترسره کیږي ـ
د سېمې د خلقو په وینا د وژل شویو او زوبل شویو په حقله دا مالومه نه ده چې دوی کې کوم غېر ملکي هم شامل دی کنه ـ
جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو د فوځي عملیاتو روسته شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی ـ شمالي وزیرستان دغه سېمې د حافظ ګل بهادر د ډلې اهم مرګز ګڼل کیږي ـ
ددې سربیره په شمالي وزیرستان کې د جلال الدین حقاني د شبکې لوي نېټ ورک شتون لري چې په تېره لږه موده کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ورته سخت زیان اړولی دی ـ