کور / تازه خبرونه / د کندهار عمليات حساسي شېبې ته رسېدلي دي

د کندهار عمليات حساسي شېبې ته رسېدلي دي

په افغانستان کي د ناټو ځواکونه وايي د کندهار په ځينو سيمو کي يې پيل سوي عمليات ډېر حساس حالت ته رسېدلي دي.
د کندهار د عملياتو په باب چي له تيرو شپږو مياشتو راهيسي پلانونه روان وو، د ناټو ځواکونو په وينا د ژړۍ په ولسوالۍ کي يې له تيرو دوو ورځو راهيسي د ٨٠٠٠ افغان او ايتلافي عسکرو په ترکيب کي شروع کړي دي.
د دې عملياتو په باب ډېر جزيات نه دي ورکړل سوي، خو د ژړۍ ولسوال وايي د ښامار په نوم دغو عملياتو کي يې د ژړۍ ولسوالۍ ځيني سيمي له طالبانو پاکي کړي دي.