د غزنی په نا آرامه ولایت کي د نورو ولایتونو پر خلاف د انتخاباتو د کمیسیون دوه دفترونه موجود و چې یو یې په کامله توګه د هزاره ګانو په واک او ادراه کي ؤ. د هزاره ګانو دفتر په جاغوري او نورو هزاره میشتو ولسوالیو کي واقع او د غزني د دفتر څخه یې هیڅ ډول مرسته او معاونت په کار نه ؤ. په دغه نا آرامه ولایت کي چې د اتلسو ولسوالیو نه يي کابو په دیارلسو ولسوالیو د دولت مخالفین بشپړ حاکمیت لري، کابو دوه ویشتو پښتنو د ټولو څلور اتیا کاندیدانو څخه ځانونه ولسي جرګې ته نومولي وو. په دغو نوماندانو کي ځینی نوي څیرې هم تر سترګو کېدې چې اکثره یي د غزني اصلي اوسیدونکي وو، خو په نورو ولایتونو کي یي ژوند کاوه، لکه عبدالحکیم دلیلی، هوسی اندړ، اجمل سلطاني، سنجر آزادزوی او داسی نور، او ډیری نور یي پخواني جهادي قوماندانان او د پارلمان غړي وو چې هم د پیسو او هم د سړو له لوري قوي نوماندان ښکاریدل، لکه جبار شلګری، فیضان، نیاز محمد امیری، محمود حسام ګیلاني او داسي نور………….
تر ټاکنو وړاندي داسي اټکل کېده چې کیدای شي نوي څېري هیڅ رایي یونسي او ټولي رایي پخوانیو وکیلانو او جهادي شخصیتونو واچول شي، ځکه چې دوی ټولو پیژندل او ټول مادي او معنوي امکانات ورته مهیا وو. هر کاندید تر خپل وس او توان پوري لګښتونه کړي وو او آن تر دې چې د عامو خلکو نه يې د خپلو اجاره شویو استازیو په واسطه د رایو کارتونه په بیع اخیستي وو، تر څو يي بیا د خپلو اجاره شویو ناظرینو په واسطه د ټاکنو په ورځ وکاروي. د ځینو کلیوالو او عامو خلکو له قوله چې د پارلمان وکیلانو او اوسنیو نوماندانو د رایي ورکولو د هر کارت په بدل کي دوه تر دریو امریکایي ډالرو پوري خلکو ته ورکړي وې، چې په دې جمله کي نیاز محمد امیری څلویښت زره کارتونه، عبدالجبار شلګري پنځه دیرش زره، سید محمود حسام ګیلاني اتیا زره کارتونه، خیال محمد حسینی پنځه ویشت زره کارتونه او ډاکټر غنی بهادری پنځه ویشت زره د رایي ورکولو کارتونه له خلکو په بیع اخیستي وو. پورتنیو ذکر شویو کسانو پلان درلود تر څو د کارتونو مسلسل لمبر په سپینو پاڼو کي ولیکي او د انتخاباتو د کمیسیون هغو کارکوونکو ته یي ورکړي چې د رايي ورکولو په مراکزو کي د ناظرینو په صفت کار کوي.
د نتخاباتو نه یوه ورځ تر مخ ټولو وکیلانو له خپلو ناظرینو سره خبري کړي وې، هر څه د دوی له پلان سره سم تیار وو، کله چې ناظرین ولسوالیو ورسیدل او خپلو مرکزونو ته ولاړل له دې سره چي د کاندیدانو له خوا ژمني ورسره شوې وې، د هغوی مسلحو کسانو تر تهدید او وهلو ټکولو لاندي هم نیولي وو تر څو یادو کاندیدانو ته رايي واچوې، کله چې ناظرینو د خپل دفتر سره په تماس کي شوې وو، د غزني د دفتر مشرتابه ورته ویلي وو چې هیڅ چا ته اجازه ور نکړي چې جعلي رايي وکاروي او صندقونه باید خالي بېرته مرکز ته را وړل شي. چې په نتیجه کي د اندړو، قره باغ، مقر، ده یک، زنه خان ولسوالیو نه ټول د رايي اچولو صندقونه خالي راغلي وو او د وچو له خاطره لانده هم سوځیدلي وو، نویو کاندیدانو ته هم چې یوه یا درې رايي کیدای شوای واچول شي، نه وې لوېدلي، د ګیلان او ګېرو ولسواليو څخه را رسیدلي ریپوټونه وایي چې د محمود حسام ګیلاني، خیال محمد حسینی او نیاز محمد امیري له خپلو مسلحو کسانو سره د ګیرو او ګیلان ولسوالیو ته سفر کړی او د انتخاباتو د کمیسیون ناظرین یي وهلي او ټکولي او د ولسوال او نور موظفینو تر مخ یي ځانونو ته تر لس لس زرو ډیرې رايي اچولي او د خپلي کامیابي او د نورو د ناکامي نغارې يي ډنګولي، په غزني کي د انتخاباتو د کمیسیون یو مامور چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي، وویل چې په ګیلان کي د دوی دوه ناظرین تر اوسه تری تم دي او د انتخاباتو کمیسیون د هغو د ورکې پړه د ګیلاني او د هغه د نورو دوستانو په غاړه اچولي ده. کله چې د انتخاباتو د کمیسیون رئیس ښاغلي عثماني د خپلو ناظرینو و وهلو یا تری تم کیدو پوښتنه له ګیلاني او نورو کاندیدانو څخه وکړه، د هغوی د لفظي برید سره مخامخ شو او د ګیلاني لخوا ښاغلي عثماني ته د مرګ اخطار ورکړ شو او وروسته موضوع امنیتي مراجعو ته وړاندي شوه. پولیسو او ملي امنیت ځواکونو د عثماني د ساتني لپاره ځانکړي ندابیر اتخاذ کړل. په نتیجه کي د انتخاباتو د کمیسیون لخوا د دغو قانون شکنو، قانون جوړونکو رايي باطل اعلان شوې او د امنیتي مراجعو يي د هغو د توقیف غوښتنه وکړه. د عثماني د نژدې ملګرو په حواله ویل شوې چې دغو زور واکو د انتخاباتو د کمیسیون نه بخښنه هم غوښتي خو کار تر هغه تېر شوی ؤ. د پښتون میشتو ولسوالیو خلکو چې د نا امنیو له خاطره ونتوانیدل تر څو د انتخاباتو په پروسه کي برخه واخلي اوس وایي چې دوی پنځه کاله پخوا هم دغو زورواکانو ته رایه نه وه ورکړې او نن يي هم نه ده ورکړي، بلکې دوی په زور غواړي چې د خلکو نمایندګان له ځانونو جوړ کړي. عامه پوښتنه دلته دا ده چې که یو نوماند مخکې تر انتخابېدو لسګونه وسله وال کسان ولري او د خلکو رایه چې په حقیقت کې د هغوی د ارادې څرګندويي کوي په زور او پرته د هغوی له خوښې ځانونو ته منصوبه کړې، نو کله چې پارلمان ته ولاړ شي، نو څوک به جرئت وکړي چې له دوی نه د مرستې او همکاری غوښتنه وکړي. ځيني خلکو چې خپلې رايې يي نویو نوماندانو ته لکه اجمل سلطاني، دلیلی، عبدالحلیم اندړ، قادر واحدي او داسي نورو ته ورکړي وايي چې غواړي دوی ته د خدمت یو چانس ورکړي تر څو وګورې چې دوی به هم لکه د پارلمان پخواني وکیلان پنځه کاله په خوبونو، معاملو، سفرونو او بوتلونو په وارولو تېر کړي. او ځیني خلک بیا وایي چې نوې کاندیدان د زور څخه نه بلکه د فکر او منطق نه په خپل کمپاین کي کار اخیستی او څه نا څه يي د خلکو ناهيلي، هیلي را ژوندی کړې دي. ویل کېږي چې د سید محمود حسام ګیلاني، خیال محمد حسیني، نیاز محمد امیري، فیضان الله فیضان پرخلاف لسګونه شکایتونه د سیمي د خلکو له خوا د غزني په ولایت کي د انتخاباتو د شکایتونو د اورېدلو کمیسیون ته را رسېدلي او ثبت شوي دي. اوس دغه پښتانه کاندیدان چې د درغلیو د ناکامو هڅو سره يي هم ونشو کړای رايي خپلې کړي، ټول د ښاغلي موسی اکبرزاده د غزني ولایت والي سره په کابل کي سرګردانه ګرځي تر څو د ولسمشر کرزي له لوري شفقت پرې وشي او د روابطو په ترڅ کي يي یو ځل بیا د خلکو د استازیو په صفت پارلمان ته معرفي کړي. په هغه لست کي چې د ښاغلي محمود کرزي لخوا ځینو والیانو ته ورکړ شوی و، تر څو خپلو ولسوالانو او امنیتي مقاماتو ته سفارش وکړي، چې په درغلیو کي پوره پوره مرسته او زمینه ورته مساعده کړي. خو له دې سره هم دوی و نتوانېدل چې خپل مقصد تر لاسه کړي او د خلکو په سترګو کي خاوري ور واچوي. خو پښتنو خپل نمایندګان ټاکلي او په هغوی پوره اعتماد هم لري. هغه پښتانه کاندیدان چې پرته له زور او زر نه يي ځانونه نومولي وو. د نویو کاندیدانو له ډلي نه یو هم ښاغلی اجمل سلطاني دی چې دیرش کاله عمر لري او په سیاسي علومو کي د امریکا د فېنکس پوهنتون نه دیپلوم لري، هغه وايي چې دی ویاړې چې د دریو میاشتو په ترڅ کي يي په غزني ولایت کي ډېر مینه وال پیدا کړل او د هغوی د اعتماد رايي يي خپلې کړې. ښاغلی سلطاني وايي چې که د هغه رايي همداسي ثابتې پاتې شي او په کابل کي څوک پکې لاس ونه وهي نو دی ګټونکی ده. نوموړی زیاتوي چې که د پارلمان وکیلان د ښاغلي ولسمشر او یا د هغو د کورنی د غړو لخوا تعیین شي دا به د کاندیدانو په رايي کي خیانت او د خلکو د ارادې سره جفا وي. د کاندیدانو له ډلي ځینو نورو لکه عبدالجبار شلګري، عبدالحکیم دلیلی او عبدالحلیم اندړ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي په سید محمود حسام ګیلاني، خیال محمد حسیني او نیاز محمد حسیني د درغلیو تور ولګاوه او دوی يي د انتخاباتو د ګډوډی اصلي لاملین وبلل. دوی په خپل خبري کنفرانس کي دا هم وویل که چېرې د پښتنو نمایندګانو چوکی په پارلمان کي معلومې نشي نو دوی به د خپلو مینه والو سره یو ځای سړکونو ته را ووځي او په پراخ لاریون به لاس پورې کړي.
عزت خان قره باغی