کور / تازه خبرونه / افغان حکومت: د سيمه ايزو پوليسو د جوړېدو پروسه پيل سوه

افغان حکومت: د سيمه ايزو پوليسو د جوړېدو پروسه پيل سوه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چي د هيواد په اتو ولسواليو کي يې د سيمه ايزو پوليسو په نوم د وسله والو ګروپونو د جوړولو چاري پيل کړي دي، چي د خپلو سيمو د امنيت په ټينګولو کي به له حکومت سره مرسته کوي.
د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي په دغو اتو ولسواليو کي د روزګان ګيزاب او خاص روزګان، د پکتيا برمل، د هرات شينډنډ، د خوست مندوزى، د پکتيکا برمل، د کندهار ارغنداو، د فراه پشت رود او د پکتيا ډنډپټان ولسوالۍ شاملي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي دغه ډلي به د سيمه ايزو قومي مشرانو په ضمانت وسله والي کېږي او د کورنيو چارو وزارت تر اوامرو لاندي به په خپلو سيمو کي د امنيت زمينه مساعدوي، خو د سياسي چارو افغان څېړونکي وايي د حکومت دغه ګام به يو ځل بيا ملوک الطوايفۍ او کلي په کلي واکمنيو او جګړو ته زمينه مساعده کړي، چي د امنيت د لا خرابوالي سبب به وګرځي.