کور / شعر / هر څه تغیر کړی

هر څه تغیر کړی

هر څه تغیر کړی دی
دنیا اوس هغه دنیا نه ده پاتی
هوا اوس هغه هوا نه ده پاتی
ځمکه هغه چی برکت پکی وو
هغه هر رقم عظمت پکی وو
هغه هم تغیر کړی
هوا، ابو هر څه تغیر کړی
هیڅ شی اوس هڅی ندی
***

دنیا اوس هغه دنیا نه ده پاتی
هوا کی هغه بوی
هغه تازه ګی
هغه طراوت نشته
ابو کی هاغه مزه، هاغه حلاوت نشته
په سیند کی هغه غورځنګونه نشته
دریاب کی هغه مست خوړونه نشته
هغه مهیان هغه مارونه نشته
ویالی
اوس هغه ویالی نه دی
هغه پاکی  او صفایی نشته
خوړوکی خوند ندی پاتی
هغه بیساری شنه فصلونه ورک شوي
اوس هغه لوی لوی درمندونه نشته
هغه کټیر هغه نیالونه نشته
***

ځمکی هم تغیر کړی
هغه دښتی هغه داګونه نشته
هغه غرونه آسمانونه نشته
هغه کورونه هغه کلی او ښارونه نشته
هغه دیوالونه
هغه د خټو جګ جګ
سوری سوری
تور، پسخه یی
او څو پوړیزه
دیوالونه نشته
هغه توپانونه،
 هغه بی ساری سیلاوونه نشته
هغه د کلی لوړ برجونه نشته
کلیوالی هغه دوستی نشته
ها ساده ګی هاغه رښتیا نشته
ها تعصب ها همغږی نشته
هغه بی باکه آشنایی نشته
هغه بیساری ولولی نشته
***

رښتیا ځمکي هم ډیر تغیر کړی
هغه شګی
هغه تیږی
هغه خاوره نشته
هغه قوت ندی پاتی
ها احترام هغه عزت نشته
هغه بیساری قرباني نشته
ها عبادت ها شوګیری نشته
هغه مور هغه اولاد ندی پاتی
هغه مزی هغه میلی نشته
هغه ماڼی هغه کیږدی نشته
هغه کلی هغه باندی هغه ښارونه نشته
هغه ښوونځي هغه پوهنتون ندی پاتی
هغه زده کوونکی ها معلم نشته
هغه  استاد هغه عالم نشته
هغه داکتر ها انجینر نشته
هغه ختګر هغه نجار نشته
***

هغه دځمکی برکت ندی پاتی
هغه پټاټی او هغه پیاز ندی پاتی
د میوو خوند هم ورک شوی
هغه انګور هغه آلو ورک شوی
هم یی تیز رنګ ورک شوی
ها هندوانه هغه خټکی ورک شوی
هغه غنم  اوهغه جوار نشته
هغه ترشکی هغه آچار نشته
هغه مڼی هغه آنارنشته
هغه ځنګلونه هغه چنار نشته
***

نه هغه خلک نه هغه کار پاتی
نه ها پادشاهی نه یی دربار پاتی
په علاقو کی صوبه دار نشته
کلی او بانډو نه ملکان ورک شوی
هم یی سپین ږیری او کشران ورک شوی
اوس په قومونو کی مشران نشته
هم په کورونو کی نفاق ګډ شوی
هغه محبت او احترام نشته
***

هغه کټوی
هغه تور تور نغری
ورک شوی
هغه تنور، هغه دیګدان نشته
هغه توری توری کوټی
هغه کاوشکن هغه دالان نشته
***

هغه بریتور هغه قوی خلک
هغه شمله ور هغه زلمی خلک
هغه باتور او نومیالی خلک
هغه اتل او بریالی خلک
هغه دوستی او تربګني ورک شوی
هغه زمری او اتلان نشته
***

هغه خلک چی تاریخ تری ډک وو
هغه ملاله د پردی دښمنه
هغه شیر شاه او احمد شاه ورک شوی
هغه وزیر او احمدزیان نشته
هغه سهاک او ابدالیان نشته
هر څه تغیر کړی دی
هغه ماهر هغه ساحر نشته
هغه لیکوال هغه شاعر نشته
هغه خوشحال هغه رحمن نشته
هغه لغمان هغه پغمان نشته
***

هغه هر څه ورک شوی
 نه هغه زړه، نه هغه ماغزه پاتی
نه هغه خوند نه هغه رنګ پاتی
نه ها پایزیب نه هغه شرنګ پاتی
نه ها دوستی نه دښمنی پاتی
نه ها عشقونه وسوسی پاتی
نه په ځلمو کی تلوسی پاتی
نه په جنو کی ها کاوڅی پاتی
نه ها یاری نه ها دوستی پاتی
نه یی په ښځو کی حیا پاتی
نه په نرانو کی وفا پاتی
 نه ها دنیا، نه ها عقبی پاتی
**

نه یی جنت نه یی دوزخ دی ورته
نه یی ځمکه نه برزخ دی ورته
نه دا انسان هغه انسان دی ورته
نه یی عمل نه یی ها شان دی ورته
نه یی “خالد” نه سلیمان دی ور ته
***

هغه سهار هغه ماښام نشته
هغه سکون هغه آرام نشته
هغه ګفتار،
هغه کردار،
هغه مجلس هغه بنډار نشته
هغه ساقی هغه رندان نشته
هغه پولی هغه پیزوان نشته
هغه شمعی
هغه رڼا ورکه شوه
هغه خواره سپين پتنګان نشته
هغه مینان
هغوی چی مینی ته یی ژوند ورکړی
هغوی چی هر څه ته یی خپل رنګ ورکړی
هغه شیرین هغه فرهاد ورک شوی
هغه مجنون هغه لیلی نشته
هغه وامق هغه عذرا نشته

۱۳ وږی ۱۳۸۷ کال
وزیر محمد اکبر خان مینه، کابل