کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زمونږ ټولنه د اخلاقي انحطاط تر آخري خط پورې !

زمونږ ټولنه د اخلاقي انحطاط تر آخري خط پورې !


له هغه راهیسې چې د نړیوالې ټولنې او امریکا په مشرۍ د نوي حکومت، نوې او ځوانۍ ډیموکراسۍ ریښې ددې وطن په ځمکه وځغلیدې ، د ډیرو ساحو سره سره یې چې د خپل شیطاني جال په پلیتو لومو کې ایسارکړې، یو هم زمونږ دیني کلتور او فرهنګ دی. استعماري او استثماري حکومتونو د تاریخ په پېر کې همیشه دا کوښښ کړی څو د مستعمر هیواد کلتور، رسمونه او رواجونه تر خپل اغیز لاندې راولي، ځکه استعماري دولت په دې پوهیږي چې د هغه د پلانونو د کامیابیدو یوه ډیره موثره او اغیزمنه لاره همدا د کلتور لاره کیدای شي څو وکولای شي خپل رسم او رواج د هغه وطن د میشتو وګړو له رسمونو او رواجونو سره مختلط کړي.
 دبې سارو راډیو ګانو او ټلویزیوني کانالونو جوړول، د بې پردې او د حیا له بوی څخه خالي پروګرامونه، بربنډ کالی، او همدارنګه په سل ګونو نور بې پرتوګه چینلونه ددې بې ساري تیري او کلتوري یرغل ډیر ښه مثال ګڼل کیږي. له یوې خوا یې ورته د بیان د آزادۍ تر نامه قانون راوایست او له بلې خوا یې دې فحاشیو ته د خپل وس او توان تر بریده زور ورکړ. په راس کې یې هم ورته خپل رقاص کینولی څو ددوی د پلانونو او ددغه قانون څخه د دفاع په منظور د متدین ملت په سترګو کې خاورې وشیندي. د راډیويي پروګرامونو جوړونه په داسې طرح چې د خبر، علمي، کلتوري، دیني او نورو ټولنیزو ارزښتونو څخه بیخی خالي وي، ددوي قانون او پلان شمیرل کیږي. همدا راز ددغو ټلویزیوني چینلونو له لوري د خپل قوم، ټبراو ملیت ننګه کول، د بربنډو ښځو ښودل، د ځوان نسل بې لارې کول، او د تنکیوځوانانو اخلاقي انحطاط ته یې په پوره زور سره اوږه ورکړې.
دلویدیځ نوي افکار او ارزښتونو ته د اصلي معیار رنګ ورکول، او د قوانینو د اصلاحاتو ، راډیو، ټلویزیون، فرهنګي تبادلې Cultural Exchange او ادبیاتو له لارې د ذهني او اخلاقي قالب بدلول، ددوی له اوږدمهاله او ستراتیژیکو پلانونو څخه شمیرل کیږي. او له همدې لارې دوی غواړي چې ددې ملت نوی نسل داسې لارې ته برابر کړي څو په ګانده کې وکولای شي د لویديځ تمدن او ثقافت ته له لیرې لبیک ووايي. په مکتبونو او پوهنتونونو کې د دیني نصاب خیره لیدنه، د مدرسو او جوماتونو د تدریس ډېره کمزورې لړۍ چې په نشت باید حساب شي، د دیني علماوو فرار، او له منبر څخه د سوچه اسلام پال غږ نه پورته کیدل هغه عوامل دي چې د چې همدغه قانون او د لویدیځ دغه شوم پلان ته په ډیره آسانۍ سره لاره برابروي څو خپلې په زهرو ریښې په دې ځمکه وځغلوي. په هر حال، زمونږ له اساسي او بنسټیزو اصولو څخه بې لاري، او د ترقۍ، پرمختګ، او د بیان د آزادۍ تر نامه لاندې د سیکولرو مسخه شوو قوارو رامنځته کول، او د سیکولریزم د عقیدې د پیروانو زېږنده، زمونږ د هیواد او زمونږ د اسلامي کلتور او ثقافت د پېر یوه ستره غمیزه ده، او دا له هغو لکونو انسانانو کونډو رنډو او یتیمانو سره جفا ده چا چې د همدغه ارمان د لاس ته راوړو لپاره شپې او ورځې په تورو غرو کې تیرې کړې او کونډو او معصومو بچو یې نن د واټونو په سر د خیرات لاسونه غوړولي دي.
دیته ورته حالت پروفیسور سمیت په خپل کتاب Islam in Modern History کې د پاکستان د خلکو په اړه ډیر ښه انځور کړی دی، دی وايي:
ښایي پاکستانیان یو وخت د افکر وکړي چې د اسلامي ټولنې د جوړولو کار د پخوا په انډول اوس ډیر ګران دی ، خو که فکر وکړای شي نو اوس د هغوی لپاره د تیښتې لار پاتې نده ، دهغوی وعدې او دعوې دومره په لوړ آواز او روښانه وې چې له پوره کولو یې تېښته شونې نده، د هغوی تاریخ به اوس د اسلام تاریخ وي، د هغوې پر اوږو اوس ډیر ستر مسؤولیت بار دی، اوس که د هغوی خوښه وي او که پرې پښیمانه ، په هر حال، هغوی د اسلامي دولت فکر له انده پرې ایستلای نشي. نه یې تر ډیره وخته سړښت ته پرېښودلای شي ځکه چې هغه وخت به داسلامي دولت د نظریې د له منځه وړلو پریکړه به یوازې د کار د طریقې د بدلون فیصله نه وي، بلکه دا به د خپل دین او وطن بنیادونه په تیشه وهل وي، او ټوله نړۍ به له دغې بېښتې نه همدا مطلب اخلي چې د اسلامي دولت نظریه بې معنی او شعار یې یوازې غولونه ده، چې د نوي ژوندانه د غوښتنو د حل صلاحیت او وړتیا یې نلرله، یا دا چې پاکستان یې د یو قام په حیث په خپل ژوند کې په ناقذولو کې پاتې راغلی دی، په دغسې حالاتو کې به نو د نړیوالو پر وړاندې پخپله د مسلمانانو ایماني ګروهه (عقیده) شکمنه او د ګوت نیونې وړ وي.
د کلتورونو د ګټلو، له کلتور څخه د دفاع په نامه، او د رښتیني کلتور دهیندارې په نامه باندې د ډیرو رسنیو شاهدان یو چې غیر اسلامي او غیر مهذبه خپرونو ته یې زور ورکړی او دا نارې سورې وهي چې مونږ د رښتیني افغاني کلتور استازیتوب کوو، خو نه ! خبره داسې نده چې څرنګه یې دوی کوي ، بلکه اصلا خبره د فحشا او فجورو په لور ددوی په ځغاسته کې سبقت او میړانه ده چې کوم یو به وکولای شي دغه خط ته له بل هر چا څخه ترمخه ورسیږي. په ټولنو کې چې کله مخالف کلتورونه ، مختلف مذهبونه ، او مختلف سیاسي او ټولنیز پوړونه د خپل کلتور د ژوندي ساتلو په خاطر هلې ځلې کوي او داسې یوې منبع ته لاس اچوي چې هغه د ټولنې له بل پوړ سره په ښکاره مخالفت کې واقع وي ، نو دلته ده چې د کلتورونو ترمنځه او ددغو قومونو ترمنځه شخړې او ټکرونه رامنځته کیږي. دا رنګه پیښې د هغې ټولنې بنیاد له بیخه نړوي او په داسې یوه نامالوم مسیر یې بوځي چې هلته بغیر له دې چې خپل ټول شته د غلیم په لاس کې ورکړي نور څه لاس ته نه ورځي. او اکثره دا پیښې او ټکرونه په هیوادونو کې د اقلیتونو له لوري رامنځته کیږي چې هغوی د خپل پایښت لپاره هرې وسیلې او هرې ممکنه منبع ته لاس اچوي. د افغانستان ټولنه هم همدارنګه یوه حالت ته ورته ده او خصوصا ددغه نوي حکومت او نوې دیموکراسۍ چې د جنګي ماشین او د پیسو په زور باندې تحمیل سوې دا کار ډیر په بیړه روان دی.
دوی (اقلیتونه) چې تاریخ ورته کومه دلچسپي نه مالومیږي او نه هم ورسره د زړه له کومې کوم درد او خواخوږي لري ځکه چې دوی د تاریخ په جوړولو کې لاس نه درلود او نه یې هم تاریخ کې کومه داسې کارنامه کړې وي چې هغه دې ددوی لپاره او ددوی د راروان نسل لپاره نمونه او مثال وګرځي نو دوی د یوه داسې فرصت په انتظار وي چې دویته دغه موکه په لاس ورکي څو خپل کړه وړه د کلتور او فرهنګ تر نامه لاندې په تاریخ کې ثبت او نړیوالو ته دا وښیي چې مونږ هم ددې جوګه یو څو د نړۍ له دغه ستر کلتوري کاروان سره اوږه په اوږه سفر وکړو او له دغه نوي تهذیب او تمدن سره همغږي شو. استعماري دولتونه هم په مستعمرو هیوادونو کې له همداسې وګړو څخه په آسانه توګه استفاده کولای شي او د هغوی هر غږ ته لبیک ویل ددوی د پایښت لپاره ددوی په اند ډیر اغیزمن وي دا ځکه چې دوی ته په ماضي کې یا د استبدادي نظامونو له لاسه او یا هم ددوی د فکري انزوا له لاسه داسې فرصت په لاس نه وي ورغلی ، نو کله چې دویته داسې کوم فرصت په لاس ورشي نو دوی یې په سر او مال د هغه څخه کلکه دفاع او د هغه د تحقق په لاره کې هر راز خنډونه او ربړې په ځان باندې مني. دغه پوړ که په یوه هیواد کې د مذهب او نژاد له لوري په اقلیت کې شمیرل کیږی خو بیا په بل هیواد کې ښایي دغه ډله د مذهب له لوري په ډیري کې وي او دغه لږکي بیا ځان په هغو پورې تړلي بولي او له هغو څخه لاس نیوی کوي ، د هغوی فرهنګ خپل فرهنګ بولي، د هغوی دودونه او رواجونه په خپل ورځني ژوند کې پلي کوي چې دا په خپله هغه هیواد ته دا موقع ورکوي چې د همدغه لږکي له لارې خپل فرهنګ او کلتور په بل هیواد کې لاس بری کړي او څو چې یې له وسه کیږي هغو ته مادي او معنوي کومکونه ورکوي. ایران ددغه ټکر ډیره ښه نمونه کیدای شي چې په دغه هیواد کې یې د خپل مذهب، نژاد، او ژبي لږکیو ته د سیاسي، اقتصادي، او ټولنیز اقتدار د لاسته راوړو لپاره هر راز کومکونه او مرستې وکړې او دا لږکي هم په خورا ډیره مینه د هغوی فرهنګ او کلتور ته لبیک وایي، نن په کتابتونونو کې ایرانی کتابونه، په بازارونو کې ایراني توکي، پوهنتونونو او ښوونځیو کې ایراني میتودونه ، د لباس او کالیو نمونې د غرب ترڅنګه ایراني کالي، په خبرو او لهجو کې له هغو څخه پیروي، په لیکدود کې له ایراني لیکدود څخه ګټه اخیستنه ، په ټولیزه توګه ټول ادبیات ایراني ادبیات استفاده کول دا هغه څه دي چې ایران یې په تمه وو او دا هغه څه وو چې دا لږکي د خپل پایښت لپاره په تمه وو.
خو د ټولنې هغه پوړ چې ځان غني معرفي کوي او ځآن له کلتور او فرهنګ څخه مالامال بولي، هغوی ته په داسې وخت کې دا جایزه نده چې دوی دې په هغه لاره پل کیږدي کوم چې لاندنی پوړ یې ږدي. د ټولنې د کلتوري اصالت د ساتلو دنده هم همدویته راجع کیږي او همدوی باید ددغې ټولنې د رسمونو او رواجونو د ساتلو په لاره کې نوښتونه رامنځته کړي څو خدای مکړه چې دغه کلتور د استعمار د لومو او لوبو وسیله وګرځي او په نشت باندې برابر شي.
بیلابیلې رسنۍ چې د بیلابیلو فرهنګونو ، کلتورونو، نژادونو ، قومونو او ملیتونو ښکارندویي کوي او هر یو یې ددې نارې وهي چې دوی ددې وطن اصلي کلتور او رنګ معرفي کوي محض یوه ډرامه او بغیر له دې چې یوه خندنۍ ټوکه وي بل څه نده. دغو رسنیو له دې ملت او ددې هیواد له وګړو څخه د کلتور تعریف ورک کړی او نه پوهیږي چې دوی کلتور نن په څه ډول معرفي کړي په کوم ډول یې ښکارندویي وکړي. ټولو ته مالومه ده چې افغاني ټولنه له اصله یوه مذهبي ټولنه ده او هر هغه حرکت، دولت، او ګوند چې ددغه مذهب په خلاف یې عمل کړی ډیر ژر له پښو غورځیدلی  او همدا د یوې مسلمانې ټولنې تر ټولو غني فرهنګ شمیرل کیږي چې په خپل مذهب باندې ولاړه وي، نو بیا د تاجکۍ او ایرانۍ ډمو د راوستو په مقابل کې د سواتۍ او پنجابیو ډمو راوستل به نو کوم فرهنګ او کلتور وي؟ دا به نو د کوم رښتیني کلتور استازیتوب وي؟ او دا به د کوم عظیم ملت د پردیو د فرهنګي یرغل په مقابل کې مبارزه وي؟