کور / اسلامي / د توحید احکام اومسائل (۱۰)

د توحید احکام اومسائل (۱۰)

دتوحیداحکام اومسائل (لسمه برخه)

لیکنه : علامه محمدناصرالدین الالباني رحمة الله عليه
ژباړه : مؤمن مهاجر(muhajir222@yahoo.com)

محمدصلی الله علیه وسلم :

کله چي دمحمدصلی الله علیه وسلم زمانه راغله نوهم دعربوپه جاهلي ټولنه کي شرک دوام درلوداوبت پالنه یوعام دودوو. رسول الله صلی الله علیه وسم هم خلک له شرکه منعه کړل ان که وویل شي چي درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ژونددشرک درېښوپه ایستلوکي تېرشونوهم بې ځایه به نه وي . څرنګه چي دنبوي بعثت په پیل کي دجهادامرنه ووشوی،ځکه نورسول الله صلی الله علیه وسلم ددعوت په وسیله خلکوته دتوحیدتبلیغ کاوی . لومړی یې خپلوانوته دعوت ورکړبیایې عام اعلان وکړچي لااله الاالله وویاست بریالي به شئ .

په دې لاره کي رسول الله صلی الله علیه وسلم له ډېروناخوالواوستونزوسره هم مخ شوچي په دې لړکي دده دوو لوڼورقیې اوام کلثوم رضی الله عنهماته طلاق ورکول شو. دشاعر،ساحراولېوني په نومونویادشو،کنځلې ورته وشوې،دډبروګوزارونه پرې وشول اودسجدې په حالت کي داوښ پیروان پرې وغورزول شوخودرسول الله صلی الله علیه وسلم په هوډکي دذرې هومره نرمي رانغله . یوځل یوه مشرک درسول الله صلی الله علیه وسلم په غاړه کي ټوکرواچاوی په ډېرزوریې کش اودده غاړه یې خپه کړه،خوابوبکرصدیق رضی الله عنه هغه لري کړاوورته ویې ویل : ایاته یوازي په دې وجه یوسړی وژنې چي وايي : الله زمارب دی؟ دشرک په مسائلوکي هیڅ نرمي او جوړجاړی ممکن نه دی . له همدې امله چي کله مشرکینورسول الله صلی الله ته وړاندیزوکړچي یوکال به موږستا دالله عبادت کوواویوکال ته زموږدخدای عبادت کوه نوپه ردکي یې پورسورة کافرون نازل شو.

قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ 1 لاَ أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ 2 وَلاَ أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ 3 وَلاَ أَنَا عَابِدٌ مَّا عَبَدتُّمْ 4 وَلاَ أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ 5 لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ .

ژباړه : ووایه! اې کافرانو! زه دهغه څه عبادت نه کوم چي تاسویې عبادت کوئ اونه تاسودهغه څه عبادت کوئ چي زه یې عبادت کوم . اونه زه دهغه څه عبادت کوونکی یم چي تاسویې عبادت کاوی اونه تاسودهغه څه عبادت کوونکي یاست چي زه یې عبادت کوم ستاسوخپل دین اوزماخپل دین دی .

په هرحال دمکي ژونددیارلس کاله صرف په ژبني دعوت،دکفاروله خوادکړاوونوپه زغملواوعفوه کي تېرشول خوکله چي یې مدینې ته هجرت وکړنوله کفارواومشرکینوسره دجګړې اجازه هم ورکول شوه . په پیل کي دااجازه یوازي ترهغوکافرانومحدوده وه چي پرده یې ظلمونه کړي وو. خووروسته په ټوله نړۍ کي ددین ترغلبې دمشرکانوپرخلاف دجګړې امروشو. دمشرکینوپرخلاف لومړۍ جګړه په بدرکي وشوه هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم له الله جل جلاله څخه دمرستې خواست وکړاوویې ویل : اې الله! که دمؤمنانوداوړه ډله له منځه ولاړه نوبیابه هیڅکله څوک ستاعبادت ونه کړي . له دې الفاظوپه ښکاره معلومېږي چي ددې جګړې هدف صرف داوو چي عبادت بایدیوازي دیوه الله لپاره وي .

دبدرترغزاوروسته دکفراواسلام ترمنځ بله خونړۍ جګړه په احدکي پېښه شوه . څرنګه چي په دې کي نژدې اویاصحابه کرام شهیدان شوي وواودنبي کریم صلی الله علیه وسلم دشهادت اوازې هم خپرې شوې وې له همدې وجې دجګړې په پای کي ابوسفیان داحدغره ته په ختودرسول الله صلی الله علیه وسلم،ابوبکرصدیق اوعمر رضی الله عنهماپه اړپوښتنه وکړه . له هغې خواهیڅ ځواب رانغی نوویې ویل : درځې له دغودروخوخلاص شوو. بیایې وویل : اُعْلُ هُبَلْ یعني زموږمعبودهبل دي لوړوي،رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل اوددووملګرو سپکاوی وزغمی خوکله چي پرالله بدوویل شول نوهغه یې ونه زغامی سمدستي یې وویل چي ورته وویاست :

الله اعلی واجل یعني الله ډېرلوی اولوړدی . بیاابوسفیان وویل : لناعزی ولاعزی لکم . یعني موږعزی لروتاسو یې نه لرئ ددې ځواب داسي ورکول شوچي الله مولاناولامولی لکم یعني الله زموږمرستندوی دی اوتاسوهیڅ مرستندوی نه لرئ . په دې سره داهم په ډاګه شوه چي دکفارواومشرکینوپرخلاف دجګړې یوازینی سبب دتوحید عقیده وه .

داحدترغزاوروسته هم دکفاروپرخلاف دغزواتوبهیردوام وکړچي بالاخره الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم په اتم هجري کي دفاتح په توګه مکې مکرمې ته داخل کړ . نورسول الله صلی الله علیه وسلم په بیت الله کي موجوددرې سوه شپېته بتان په خپل لاس ونړول اوبلال رضی الله عنه ته یې امروکړچي دبیت الله پربام په لوړاوازاذان وکړه،څودالله جل جلاله دعظمت اوازڅلورولوروته انګازې وکړي اوټولوته جوته شي چي دعبادت لائق یوازي الله جل جلاله دی . څرنګه چي دمکې ترفتحې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دعربي ټاپو واکمن وونوکه یې له یوې خوامالي اوټولنیزوچاروته پاملرنه وکړه نوله بلې خوایې دشرک مرکزونه هم له منځه یووړل . پرهمدې بنایې دلات اوعزی دمرکزونودله منځه وړلولپاره خالدبن الولید،دمنات دنړولولپاره یې سعد بن زیداودسواع دنړولولپاره یې عمروبن عاص رضی الله عنهم له وړووړوګروپونوسره ولېږل . په ټول عربي ټاپو کي یې دتوحیدبیرغ رپانداوشرک یې په مکمل ډول له منځه یووړ.

دشرک رداوزموږمسئولیت :

دقرآن کریم له ویناسره سم درسول الله صلی الله علیه وسلم ژوندزموږلپاره یوښه سمبول دی . اودحدیث له وینا سره سم دنبوي سنت اوطریقې خپلول زموږلپاره لازمي دي . له همدې امله نن موږته دامسئولیت راجع کېږي چي لکه څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم له څه جوړجاړي پرته ټول وخت په هره ممکنه وسیله دشرک دله منځه وړلوهڅې وکړې،همداسي به موږهم کوو. په زوربه شرک له منځه وړوکه موددې وس نه درلودنودبیان اودعوت له لاري به یې غندو. لومړی به په خپلوکورکي شرک ختمووو،بیاپه خپلوخپلوانو،بیاپه خپله سیمه او بیابه په ټوله نړۍ کي دهغه دمخنیوي هڅې کوو. همداالهي لارښوونه،نبوي منهج،دصحابه کرامورضی الله عنهم پالیسي اودخلاصون لاره ده . (والله الموفق)