د افغانستان د کانونو وزارت وايي د باميان ولايت د حاجي ګک د اوسپني کان مزايدې ته وړاندي کوي.
د کانو وزير عنايت الله شهراني وايي غواړي روانه اونۍ په دې باب د امريکا متحده ايالاتو ته سفر وکړي او نړۍ وال پانګوال پر دې کان پانګي اچوني ته تشويق کړي.
د حاجي ګک د اوسپني کان د امريکايي جياجوليستانو له خوا په نړۍ کي تر ټولو غټ کان بلل سوئ دئ، چي که يې اوسپنه استخراج سي، د افغانستان په اقتصادي پياوړتيا کي به د پام وړ بدلون راولي.