شعرونه، شعارونه او ښکنځلې د ژوند او انسان د تعلق او تعامل پېداوار او پنځونې دي. څه جامد او حرفِ اخر اصولونه نه لري. د ژوند او انسان تعلق متغير او ارتقايي خاصيت لري. شعرونه، شعارونه او ښکنځلې څه دي؟ زما په اند د ژوند او انسان د معيار په تول يې پيژندګلو ده. يو ښه شاعر له شعارونو او ښکنځلو ښه شعرونه جوړولی شي او يو څوک ډېر ښه شعرونه په شعارونو او ښکنځلو بدلولی شي. ضروري نه ده، چي د يو ګوندي شاعر، د يو خاص مقصد او مرام لپاره کړې شاعري دي شعارونه يا ښکنځلې وي خو ممکن چي ددې مقصد يا مرام مخالف پکي شعار يا ښکنځل محسوس کړي. خوشحال خټک شعر وايي، شعار ورکوي که ښکنځل کوي؟ زه پښتون يم، زه يې يوه پېمانه لرم او هغه بل مغل دی، هغه ته يې بله پېمانه ده. اخلاقي سسټم د افکارو د تخليق يا تشهير په برخه کي لازمي فکټور وي، سياسي حالات خپل ځانګړی رول لري. د خوشحال خان او غني خان غوندي نېغې شاعرانه لهجې زموږ په عامه ژوند کي بې حيايي ده، ښکنځلې دي. د شعريت معيار له چا سره دی ، د استاد ګل باچا الفت او استاد قيام الدين خادم نصيحت آموز شعرونه د هغو نقادانو لپاره هيڅ شعارونه نه دي، کوم نقادان چي د سلېمان لايق او اجمل خټک په شاعرۍ کي د شعارونو فايبريکې ويني. څرګنده خبره ده، چي کشاله سياسي ده، تضاد د ژوند دی، د نقد معيار د ژوند د تضاد نه ماخوذ دی. زموږ ټولنه اخلاقي درسونه خو قبلوي لېکن د اختلاف د زغم توان نه لري. چونکې سياست د څرګند اختلاف پر اساس غوړېږي، ځکه نو پرې ورګډېدل ځان اختلافي کول دي. ډېر کم کېدی شي، چي يو شاعر دي د ټولنې د هر قشر لپاره قابل قبول وي. ښه تخليق هر کله د حمايت او مخالفت روحيې په يوه وخت پېدا کوي. هم دا ضد د ژوند د بقاء او نشوونما اساس جوړوي.
د هر شي خپله ژبه وي، د شعر خپله ژبه ده، دا د شعار او ښکنځلې ژبه نه ده خو په دې ژبه هم شعار ورکول کېدی شي او هم داسي څه ويل کېدی، چي څوک به پکي ښکنځل محسوسوي.
څو کاله وړاندي مي يوه ورځ د بي بي سي په ادبي خپرونه “پېلوزي” کي سلېمان لايق اورېده، غالباً ايمل پسرلي ترې وپوښتل، چي خلک وايي لايق په شاعري کي ښکنځلې کوي، ته څه وايي؟ لايق صاحب په ځواب کي وويل، چي د هغه په شاعري کي دا ښکنځلې نه بلکې نوښت دی. اوس دا پخپله يوه پوښتنه ده، چي ددې نوښت ضرورت او اهميت څه دی؟ ولي يو شاعر داسي څه ويلو ته مجبور شي، چي په ټولنيز ژوند کي پرې بد منل کېږي او د ټولنې پر مزاج دروند پرېوزي. دا نه وايم، چي داسي شاعري ټولنه مطلق نه قبولي او نه د ټولنې قبول شرط دی. دلته دا کتل پکار دي،
چي د ټولنې د قبول حس (sense of acceptance)د کوم معيار دی؟ نطشې به ويل، “ما خپل کتابونه د درو څلور کسانو لپاره ليکلي دي او هغه لا تر اوسه نه دي پېدا شوي”. د ټولنې پر مزاج دروند پرېوتل دا مانا نه لري، چي شاعر په غلطه دی خطا دی. په پښتو فولکلور کي بېخي زيات مواد دي، چي د ټولنې د عمومي مزاج برعکس دي خو ټولنيز واقعيتونه دي، فطري رويې او واردات دي. زموږ په ټولنه کي د جنسياتو او اخلاقياتو په پټ پټوني کي اخلاقياتو هر وخت پر دې بری موندلی، چي جنسي رويې په پردو کي پېچلي وساتي خو دا په دايمي توګه پېچلي نه شي پاتېدی. په يوه نه بله طريقه د اظهار لار پېدا کوي. په پښتو فولکلور کي جنسي رويې تر هر څه پياوړي دي، ښکنځلې پکي شته، د ټولنيزو اقدارو غندنه پکي شته، ان د پېغلو لخوا پلار، مور او ورور ته بد رد پکي شته. ددې له ادبي ارزښت نه انکار له ژوند نه انکار دی. د ژبي زخم ژور وي ، ښکنځل د ژبي زخم دی، شعار هم زيات وخت زخمونه پېدا کوي او ددې لپاره د شعر ژبه استعمالېدی شي، هيڅ ممانعت نشته. يوازي دا کتل کېږي، چي دا د ژوند په کوم درد خوري او څومره شعريت يعني د شعر ژبه پکي شته. د شعر ژبه، شعريت د الفاظو تر منځ يو خاص ارتباط او تړون (وزن) او په دې کي د يو خاص مضمون ځايونه ده.له دې نه علاوه زيات شمېر نقادان د شعر ماخذ غنا او موسيقيت ګڼي. شاعري د انساني ذهن د جمالياتي فعاليتونو نتيجه ده. جديد نقادان د جمالياتو لپاره ځانګړی اسلوب، صداقت او انسان دوستي بنيادي توکي ګڼي. نتيجه دا چي که په يو ځانګړي اسلوب، په رښتينولی او د انسان دوستۍ په جذبه په شاعري کي ټولنيز واقعيت بيان شي، د جمالياتو په تول پوره شاعري ده.
يو شاعر که سياسي شي، د سياسي ارمان د اظهار ترجمان شي، نو ددې ارمان مخالفين او معترضين يې په زغم کي شومتيا کوي. موږ چي د يو ګوند د شاعر شاعري شعاري ګڼو، په اصل کي مو موخه د هغه ګوند له شعارونو، ارمان او مرام سره د نفرت څرګندونه وي. که د يو ګوند شعارونه راته مقدس او محترم وي، په شاعري کي به ددې شعارونو استعمال ضرور راباندي ښه لګېږي. خو دا د يو عام فرد په برخه کي يو ډول او د ادبياتو د لوړ معيار سره د اشنا خلکو لپاره بېل تاثر لري. د اقبال لاهوري له نظرياتو سره به زه مخالف يم، خو اقبال شاعر دی، داسي شاعر چي همسر يې پېدا نه شو. د هغه په پاکستان کي، په مسلم لېګ کي او په ټوله اسلامي دنيا کي چا د هغه په شاعرۍ کي راغلي شعارونه د هغه په ډول بيا پېدا نه کړل. اقبال زيات شعارونه ورکړي، تر ننه سياست دا شعارونه استعمالوي، خو د هغه د نظرياتو پېرو سياست دا ډول شعاري شاعري يا شاعرانه شعارونه بيا نه شي پنځولی.
د خوشحال بابا له زياتو شعرونو موږ سياسي شعارونه جوړ کړي، اجمل خټک د يو سياست شاعري کړې، د سياسي مقصد لپاره يې کړې، خو د هغه د نظم سيال نه پېدا کېږي. څوک به يې زياتو نظمونو ته شعارونه ووايي خو د داسي شعارونو د بيا پېدا کووني توان به په چاکي پېدا نه شي. هم دا د يو شاعر امتياز وي. شاعر هغه وي،چي پښې ټينګي کړي، چي د تصوراتو او محسوساتو د اظهار paradigm بدل کړي. د مثال په ډول په ټولنه کي د جنت په حواله څه تصور دی او شاعر کوم تصور ورکوي
په خپل مکان کي خپل اختيار جنت دی
دا حرکت پېدا کوي، شعار ترې هم جوړېدی شي، خو له شعريت نه يې انکار پدې نه شي کېدی. چي دا عادي او ساده خبره نه ده بلکې شاعرانه خبره ده. که چيري سياست د کوم شعر نه خپل شعار جوړوي نو دا د سياست مجبوري ده او که بيا کوم شاعر د يو سياست له شعار نه شعر جوړوي، نو ممکن چي د شاعر د ټولنيزو حالاتو ضرورت وي، پابندي پرې نه شي لګېدی. البته شعر او شعار په دې تله تلل کېدی شي، چي له ژوند سره په تعلق کي يې سود او زيان څومره دی. که يو سياست د ژوند لپاره زيانونه ايجادوي، نو د هغه سياست شعار په شعر کي هم دغه رول لري. د دواړو د غندني حق له ټولنې سره محفوظ دی.
غضنفر صاحب په دې حقله د نښې منځ ويشتلی ” كله چې د مينې په باره كې په فولكلور كې نېغې خبرې شوې دي، زموږ ادبپوهانو د فطری شاعري یا داسې بل نوم وركړى خو د شعار نوم يې نه دى وركړى . په ديوانونو كې چې شاعرانو نېغ په نېغه نصيحتونه كړي ، هغو ته هم زموږ كره كتونكو د وچو پندونو يا وعظونو په څېر ستاينوم خوښ كړى دى خو شعارونه يې نه دي بللي”.
که پورتنۍ پوښتنې ته ځواب ولټول شي، ښايي، چي ستونزه د تل لپاره حل شي خو دا د شعر او شعار ستونزه ځکه نه ختمېږي، چي په ژوند کي تضاد ختم نه دی. تاته به نېغه او واضحه خبره بې شعريته، آن بد اخلاقي ښکاري او ماته به پټه، علامتي او کنايي خبره بې شعريته، آن منافقت ښکاري. چيري چي د ځينو نقادانوپه وړاندي په اصطلاح شعاري شاعري بې خوندي لري، همدغسي د ځينو نورو په وړاندي نصيحت آموز ه شاعري بې خونده ده.
د تخليق د اوږد عمر فکر هم له اکثرو سره مل وي. يو د خپلو پېدا کړو کرښو لپاره د ابدي ژوند نسخې ګوري، سختې سرخوږۍ تېروي او بل د يوې لمحې د بدلون لپاره خپل ټول تخليقي توان قرباني کول غواړي. که د انسانيت بقاء او سرلوړي زما په لفظ شي او نن شي، دا لفظونه ترې په سل ځله قربان. چاته د خپل لفظ بقاء ممهه وي او چا ته د انسانيت بقاء ………………!!!
منم، ادبيات دومره ډايريکټ اثر نه لري، څومره چي د سياست، ساينس، اقتصادياتو، مېډيکل او اينجنرينګ دی. فکري تعمير، معنوي بنياد جوړول ورو عمل وی. ارتقايي پروسه وي. خو چي په تنګ شي او په جنګ شي. چي له مخالف سره درنې وسلې وي، پراخې وسيلې وي او زه په تش لاس، په بې وسي، د خپلې ماتې په تماشه ولاړ يم. څنګه د لفظونو په استعمال کي هم کنجوسي وکړم؟ وئيل دا غواړم، چي د نقادانو د شعريت جذبه بېخي مکرمه او محترمه ده، خو شعار هر وخت يو ناکامه عمل هم نه دی. بله مدعا مي دا ده، چي شعريت د هر زمان په مېزان دی، له آدمه تر دې دمه کوم ځانګړی ګز نه دی. خوشحال او رحمان که د هغوي د عصر په ګز کچ کړو، يو ډول شکل به يې وي او که يې زما او ستا د عصر په ګز کچ کړو، نو بل ډول!! هر عصر او هر نسل په لفظ کي خپلې ماناوي ګوري. او خپل تاثر پکي لټوي. موږ چي نن په خپل عصر کي يو ډول مغلوالي احساسو، ځکه اکثر د خوشحال د قومي شعور سېوري ته په ځان رسولو کي تسکين مومو. خو سبا ممکن دی، د سبا د عصر نسل يا د سبا د نسل عصر شايد چي له قومي ستونزې خلاص وي. ممکن چي جنسياتي مطالعې ته ضرورت ولري. بيا به د خوشحال د جنسياتي افکارو ازاده څېړنه هيڅ بد اخلاقي او بې حيايي نه وي.
غني خان وايي “ګوته د جناح چي د ګاندهي په کونه لاړه”. ښکنځل ده، هجوه ده، شعار دی، طنز دی ، سياست دی، خو د سبا د تاريخ ليکونکو لپاره ممکن چي سنجيده ماخذ شي.
د سلېمان لايق په شاعري کي د “غټ کوني” ،”تورکوني” او “حرامي” القابات په پېخرو دي، خو څوک کېدی شي، چي ددې القاباتو بنياد پېدا کړي. شايد چي دا القابات به د يو درد پېداوار وي، څوک به دا درد هم تول کړي او د ادبياتو په تاريخ کي به يې ثبت کړي. خو داسي تول چي د خپل پلار سره زر او د خپل پلارد قاتل سره زر دواړه په يو معيار وتولي.
که د رحمان بابا دا خبره رښتيا وي، چي “دا دستور دی چي له درده زګېروی خېژي” او که له درده د زګېروي ختلو نه د شاعرۍ جنم هم رښتيا وي. بيا به د شعريت د تعريف په برخه کي د څه لچک او نرمۍ ګنجايش پکار وي.
د ښکنځلو په برخه کي ، په ښځه، مور، خور او پلار پورې غوټه له څو مخصوصو ترکيبونو (دا هم د يو خاص ټولنيز نظام د اخلاقياتو عطيه ده) نه چي تېر شو، ثابت شوی امر دی، چي ځيني داسي خبرې چي تاته به د حقيقت او انصاف ترجماني ښکاري، ماته به ښکنځلې!! موږ خپلې مور، خور او ښځې ته د چا له خولې نه په بد اورېدلو خواشيني کېږو، غصه کېږو، د وس په صورت کي غبرګون شيندو خو داسي اکثر کېږي، يو څوک به د چاد سياسي مشر يوه تېروتنه او نيمګړتيا په ګوته کړي. موجود يو بل څوک به په عکس العمل کي ووايي “که دي ښځه راښکنځلې واي، دومره خوا به مي نه واي بده شوې لکه په دې خبره”. دا جذبات موجود وي، د برداشت نېستي هم وي. خو ضروري نه ده، که څوک حقيقت اورېدل تر ښکنځلو زيات ترخه احساسوي، نو حقيقت دي بيان نه شي. د جذباتو قدرداني پکار ده، خو حقيقت پټول، حقيقت علامتي کول، خبره ژول او خبره په ابهام لړل يوه مجبوري ده خو څه لازمي شرط کله هم نه دی. نقاد دي د شعارونو او ښکنځلو په ترکيبونو پسې خوردبين نه ګرځوي. بلکې د شعارونو او ښکنځلو دا اساس دي معلوم کړي، چي اخر ددې ضرورت څه دی؟ په ټولنه کي، د ټولنې په نظام کي داسي څه کېږي، چي يو څوک شعار او ښکنځلو ته مجبوروي که دا شاعر، شعار ګو او ښکنځل مار هسې جاهل دی، چټيات وايي؟ فحش نګاري په هر حال يو واقعيت دی، که د شاعر په داخل کي فحاشي ده او که په خارجي چاپيريال کي، په دواړو صورتونو کي يې د اظهار جواز شته. هغه چي ادب د اديب د داخلي دنيا زېږنده ګني، د داخلي دنيا د فحش د اظهار د لارې تړلو ته دليل نه لري او هغه چي خارج ته ارزښت ورکوي، نو که په خارج کي فحاشي وي، ترجماني او عکاسي يې لازمي ده. ځکه چي هم دا مکتب ادب دژوند او ټولنې ترجمان او عکاس ګڼي.
په پښتو ادب کي د شعر په مقابله کي د شعار اصطلاح د ساده، سطحي، سياسي او نېغې خبرې په مانا محسوسېږي. زيات وخت تر ساده او سطحي زيات چي خبره سياسي او نېغه وي، د نقادانو يوې مخصوصې ډلې ته پکي د هنريت او شعريت نېستي ښکاره شي. ضروري نه ده، چي شعارونه دي مدام ساده او سطحي وي، اکثر که سياسي وي، خو لازمه نه ده چي نېغ به هم وي. له نېغ ويلو، له سياسي کېدلو تېښته ولې؟ څه فرض خبره ده، چي کنايي او علامتي پارچې دي په شعريت او هنريت پوښلي وګڼل شي؟ څه خاص اصول دی، چي خامخا به ابهام او پېچلتيا د لوړو ادبياتو پيژندګلوي کوي؟
غضنفر صاحب ليکي ” زموږ ادبپوهانو ولې د اوسني وخت د ادبياتو په مطالعه كې د شعار كلمې ته اړتيا پيدا كړه ؟ دا ځكه چې د شعاري شاعري محتوا سياسي، اجتماعي وي. سياسي، اجتماعي شاعري ته جدي توجه په معاصره زمانه كې وشوه. پخوانۍ شاعري فرد ته او اوسنۍ ټولنې ته متوجه ده. د سراج الاخبار له زمانې راهيسې چې شاعرانو نوي فكرونه وپېژندل او د پخوانو شاعرانو برعكس يې د ټولنې په تحول باور پيدا كړ، په شعر كې يې د سياسي، اجتماعي مطالبو بيان ته او د ډېرو خلكو د پوهولو په نيت د سپينو خبرو كولو ته مخه وكړه”.
د سياسي او اجتماعي محتوا نه تېښته نشته البته ګوندي کېدل او بې ګونده پاته کېدل يو توپير موجود دی. که سياست د اجتماع په ګټه رول لوبوي، رښتينی امانتګر وي، نجات دهنده وي، که يو ګوند د انساني او ملي هيلو ترجمان وي، بې داغه وي، صفا وي، نو اديب يې په ملاتړ کي څه قباحت محسوسولی شي؟ دلته له موږ سره غميزه دا ده، چي سياستونو او ګوندونو پُر فرېب پاتې شول، ځکه يې ملاتړ يو عېب وګرځېد. خو دا جهاني اصول هرګز نه دی. که ګوند معني خېز شعار ورکوي، دا شعار که شعر شي، ګناه نه ده خو د سياسي مقرر او شاعر ژبه فرق ضرور لري. خو د شاعر ويلي که د ګوند په ګټه تمامېږي، نو تش په دې ورباندي د شعار ټاپه نه شي لګېدی او که وهم لګېږي، عېب نه دی. زموږ په قومي سياست کي زرګونه شعرونه د شعارونو په بڼه پر سټېجونو ويل کېږي، پر بېنرونو او دېوالونو ليکل کېږي. خو ضروري نه ده، چي ټول دي بې شعريته وي. شعريت زما په فکر، له عادي ژبې سره د شاعرانه ژبي د فرق پېمانه ده. له عمومي افکارو سره د تخليقي نوښت موازنه ده. شاعر د عامو خلکو لپاره سوچ کوي خو د عامو خلکو په ډول سوچ نه کوي. شاعر سياست کوي خو د عمومي سياسي لهجې سره په تفاوت په يوه بله لهجه مخ په وړاندي ځي. “ادب د ژوند لپاره” به لازمي “د ژوند لپاره سياست” ته ګټه رسوي. دا ګټه ارادتاً هم کېدی شي او غېر ارادي هم!
ملالې ته منسوب لنډۍ د جنګ په وخت د يو شعار کار کړی، له شاعرانه ارزښت او تلپاتي تاريخي حثيت نه يې څوک انکار کولی شي؟
“د ټولې دنيا زحمت کښانو يو شئ”، دا په جهاني کچه تکرار شوی شعار دی خو چي شاعر ورباندي برابر شي، داسي شعر ترې جوړولی شي، چي تر هغو به مرګ نه مني تر څو چي ژوند موجود وي.
“خپله خاوره خپل اختيار”، د پښتنو د سياست شاربل شوی شعار دی، د پښتو شعر په سر فهرست موضوعاتو کي ده. له دې شعر جوړېدی شي او تر څو چي خاوره موجوده وي او پر خاوره انسانان، دا شعار خپل ارزښت ساتي. په ادبي برخه کي يې بيا هم “جنت” نظم تر ټولو ښه مثال دی.
ما دې خپل زړه ته سر ورښکته کړلو
ده په اوتره سترګو بره کتل
دئ شين اسمان ته غوړمبېدو وئيل يې
ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه
وئيل يې اې د لامکان خاونده
په خپل مکان کي خپل اختيار جنت دی
ګني د دغه لېونتوب په نامه
که دار وي دار که نار وي نار جنت دی
“که پوره وي که سپوره په شريکه به وي”، دا شعار تر هغو پورې شعر ته انرجي ورکوي او هم د شعر موضوع جوړوي، تر څو چي په ژوند کي د عدل، برابرۍ او انصاف د تامين اړتيا وي.
“يا به يو کېږو ګني ورکېږو”، په باچاخان پورې مربوط شعار دی. سايل ورباندي اعلی نظم ليکلی او ډېرو نورو ورباندي ليکلي.که په شاعري کي د اتحاد او اتفاق موضوع نه ختمېږي نو د ددې شعار ارزښت هم نه شي ختمېدی.
زرين انځور په (شعرونه او نقدونه) کي د يو ليکوال رايه داسي نقلوي “دا چي ووايو شعر له شعار نه بېل دی، په تجريدي ډول يو منطقي ټکی دی، ځکه که دغه دواړه يو شی وای نو هيڅ دليل نه وو، چي په دو نومونو مو ياد کړي وای. همدا چي دوه پديدې او دوه نومونه لري، يعني چي يو له بله جلا دي، خو دغه ټکی يوازي د حقيقت يو اړخ دی او بل اړخ يې دا دی چي شعر کولی شي، که لازمه وي حتی شعار خپل خدمت ته وګوماري. شعر کولی شي له هرې پديدې څخه چي اړتيا ورته لري او په دې لړ کي له شعار څخه استفاده وکړي. که په هغو مواردو کي چي شعار کولی شي شعر ته زياته غنا ورکړي، ولي ترې بايد ګټه وانه خيستله شي، خو هغه ټکی چي د توضيح په بڼه يې بايد دلته راوړو هغه دا دی چي شعر کولی شي له شعار نه ګټه واخلي او حتی کېدی شي چي شعار وي خو د شعر (شعاروالی) له (شعاريوالي) سره ډېر دقيق او ډېر باريک توفيق لري. شعر حتی کېدی شي چي( شعار) وي، خو ښه دا ده، چي (شعاري) نه وي. په بله وينا شعر د زيات په زړه پوري والي او اغېزمنتوب لپاره له شعار نه کار اخيستلی شي او يا حتی شعار ترې جوړېدی شي او خوله په خوله ګرځېدی شي. د تحرک او هڅوب لپاره کار ورکولی شي خو له شعا ري کېدلو او له کلي خبرو څخه يې بايد ځان وساتو، ځکه چي دغسي يو حالت د شعر د رسالت په برخه کي د اندېشې د انتقال او رسولو، مخالف دی”.
کاروان به په کوم ګوند پورې مربوط نه وي خو سياست پکي شته. لېکن له دې سياست سره هغه يو داسي قوت هم ملګری کړی، چي د غېر شاعرانه ذهن د استطاعت نه دی. کاروان وايي؛
خاونده داسي وخت به په نيژدې موده کي راشي
چي پورته افغانۍ وي او کالداره ښوېدلې
دا وخت راغی خو دا شعر مړ نه شو. نن دا شعر د يو وخت د ترجمانۍ احساس ورکوي خو د نن ترجماني نه کوي. دا شعار دی، سياست دی خو دا شعار، دا سياست د شاعر د احساس څرګندوي او د يو وخت د ضرورت عکاس دی. شاعر ژوندی بني آدم وي، بت نه وي، بې دې خبرو يې پاتې کېدل ګران وي.. خو پر ټولنه د تاثير او تعامل په برخه کي د يو سياستمدار د ژبې او د کاروان د ژبي تر منځ بېخي لوي فرق موجود دی. “الم ترکی د هرچا زده دی خو خله د ملا عثمان غواړي”. هم دا ډېره بنيادي خبره ده. چي خبره کېږي، څنګه کېږي؟
دلته يوه بله اصطلاح هم مروج ده. وايو “له فلاني نه خبره زنده باد او مرده باد شي”. ددې ساده مفهوم دا دی، چي خبره ترې جذباتي شي، بې منطقه او بې بنياده شي. شاعري که هر څو تاثراتی شی دی خو بې منطقه او بې بنياده کول يې له ژونده لېري کول دي. خو دلچسپه خبره دا ده، چي دا د زنده باد او مرده باد تور هغه څوک لګوي، چي په شاعرۍ کي د شعوري عنصر مخالف دي يا په نورو ټکو د ژوند د عيني واقيعتونو اظهار ته زړه نه ښه کوي. د ژوند لږه ډېره انځورګري که کوي هم خو څرګنده جانبداري پکي نه شي اعلانولی. په ادب کي جانبداري په دې مانا ده، چي د ظالم او مظلوم، حق او باطل په جګړه کي به ادب په يوه اړخ کي ودرېږي، صف بندي به کوي. هنر کله هم د ټولنې د هرې تپې او سويې لپاره د قبول وړ نه شي ګرځېدی. د ادبياتو طبقاتي بنياد ته متوجه څوک د جانبدارۍ په ارزښت پوهېږي. جانبداري يو ډول د ادبياتو ايمان دی، د يو اديب ټوله عملنامه ددې ايمان په کچ ترتيب کېږي. ددې ايمان اظهار ته څوک شعر وايي، شعار که ښکنځلي يې ګڼي خو دا اظهار به کول وي. بله لار د ټولنيز ضمير سره بې وفايي ده.
مهېتيو آرنلډ ادبيات د ژوند نقد ګڼلی. نقد پرې ږدی، چي دژوند سره خپله قضيه تر سره کړي، بنديز يې د چا په واک نه دی. څومره چي د نقد لپاره لار خلاصه وي، هغومره ژوند ته ګټه رسوي. تول هم بايد په دې کاڼي وي، چي يو تخليق له ژوند سره په تعلق کي څومره ناقدانه دی. د ژوند په رفتار او ثبات کي يې برخه په کومه پېمانه ده.
khanzamankakar.kakar@gmail.com