دزابل سيمه ييزچارواكې وايې چې دځانمرگي بريدپه موخه يې چمتوشوى موټربم لمنځه وړى
ددغه ولايت دوالي وياندمحمدجان رسوليارلراوبر ته وويل ددولت وسله والومخالفينوهڅه كول چې دپارلماني ټاكنودګډوډېدوپه موخه له دغه موټرڅخه كارواخلي
نوموړي زياته كړل ( دملي امنيت مامورينودغه موټرله هغه مهال څخه ترخپلي څارنې لاندي نيولى وو،خودملي امنيت مامورين دپنجشنبې په ورځ پداسي حال چې خپله ځان وژونكى له سيمي څخه تللى وو دگرم آب په سيمه كې دغه موټرتركشف وروسته خنثى كړ )
دزابل دملي امنيت مرستيال ډگروال شهزاده همدردخبريالانوته وويل چې پدغه موټربم كې په سل ګونوكيلوګرامه چاودېدونكې توكې ځاى پرځاى شوي وو .
په وينايې چې كه ځان وژونكى خپلي موخي ته رسېدلى وايې نودگڼوانسانانوژوندبه يې اخيستى واى .