کور / ترخې خبري / ډنمارکي سرتيرو د افغانانو په شکنجه کي ګډون درلود

ډنمارکي سرتيرو د افغانانو په شکنجه کي ګډون درلود

Politiken torsdag d. 16.sep.2010
دسپټمبرپر(۱۶) مه نیټه دډنمارک په پورتنی اخبارکی تردی عنوان لاندی مضمون نشرشوی دی:
دبشردحقوقوانستیتوت دیونفرسره مرکه کړی ده چی نوموړی ډنمارکی سرتیری وه چی په افغانستان کی دنده درلوده. دا یی منلی ده چی ډنمارکی سرتیرودخلکوپه شکنجه کولوکی ګډون درلود.


دامطلب یونفر چی خپل ځان یی ډنمارکی سرتیری چی په افغانستان کی یی دنده درلوده، معرفی کاوه، دبشردحقوقوانستیتوت ته بیان کړی دی. نوموړی علاوه کړه چی دداسی پیښوثبت شوی اسناددهغه وخت څخه موجوددی، کوم چی نوموړی په افغانستان کی وه.
وایی:Jonas Christoffersenدنوموړی انستیتوت مشر پورتنی مطلب دیوپټی سرچینی څخه لاس ته راغلی دی چی ځان دهغه زمان سرتیری بولی کوم چی په(۲۰۰۲ز)کال یی په افغانستان کی دنده درلوده. نوموړی د شکنجی ورکولودپیښوبیان وکړی، زمودسرچینی په حواله ډنمارکی سرتیروهم دشکنجی ورکولوپه پیښوکی ګډون درلودی.
دادری مشرعلاوه کوی چی : دنوموړی سړی دغوښتنی له مخی اوهم زموږداداری درازساتلودپرنسیپ پربنسټ نورڅه نه اضافه کوم.
ډیرسیاستوال وایی چی دازړه بږوونکی ده ځکه دالومړی ځل دی چی داسی ادعا کیږی چی ډنمارکی سرتیری دشکنجوپه ورکولو په افغانستان کی ګډون لری.
دبشردحقوقواداره یوه ازاده اومستقله اداره ده چی اساسی موخه یی داده چی کنترول وکړی چی ډنمارکی مقامونه دبشردحقوقوقوانین مراعات کوی که نه؟
اوهم نړیوال قوانین چی شکنجه ورکول یی په بشپړډول منع کړی دی، څومره رعایت کیږی.
داداری مشروایی چی: داداری په لاس کی تاییدشوی اسنادموجودنه دی اوهم د نوموړی نفردپیژندګلوی په هکله معلومات نلری اوهم موتراوسه ثبت شوی موادنه دی لیدلی ولی سره ددی داموضوع ډیره مهمه ده بایدواقعیت یی راڅرګندشی.
ددی موضوع دروښنایی لپاره حکومت وایی چی داسی یوسی ډی موجوده ده چی کیدلای شی دشکنجی ورکولوپه هکله عکسونه ولری چی ددغه ادعامطابق وی، دا اوازی موږارویدلی دی نوداډیره مهمه ده اوپرځای بلل کیږی چی دااسنادراښکاره شی دانستیوت مشردموضوع په هکله دډنمارک ددفاع وزیرته معلومات ورکړی دی
نوموړی اخباردچارشنبی په ورح تشریح کړه چی څنګه ددفاع وزیردپارلمان دخارجی چاروکمیسون ته اطلاع ورکړه چی حکومت دهغی سی ډی په هکله چی دعراق دابوغریب دزندان عکسونه په کښی شته، خبرتیالری دغه خبرتیادهغه سرتیری له خواوه چی په(۲۰۰۲زکال) کی افغانستان ته لیږل شوی دی.
په دغه وخت کی دډنمارک دځانګړوقوتونوڅخه(۱۰۰) تنه سرتیری په افغانستان کی وه چی دممکنه القاعده اودطالبوترهګروسره وجنګیږی.اوهمداډول یوشمیربندیان یی وامریکایایی زندانونوته په افغانستان کی ته تسلیم کړی دی چی وروسته دوی ادعاکوی چی شکنجه شوی دی.
دحکومت معلومات دنوموړی عکسونوپه هکله ددفاع وزارت دځانګړی اداری لخوا ارزول کیږی نوموړی اداره دهغه نفرپه هکله چی دبشردحقوقوداداری سره خبری کړی دی، دلچسپی لری.
داموضوع ډیره جالبه ده. ددفاع وزارت ځانګړی اداره علاوه کوی چی: موږغواړو دټولوهغوکسانوسره چی په دی اړوندمعلومات لری خبری وکړوچی دموضوع د ژوری پلټنی سره مرسته وکړی چی معلومه شی چی څه جریان درلودی. دغه موضوع ددفاع وزارت دځانګړی اداری مشرچی دبشردحقوقودادری سره په تماس کی دی، بیان کړه.
دبشردحقوقودادری مشرداومنله چی ددفاع وزارت دځانګړی اداری مسول ددوی سره اړیکه ټینګه کړی ده اوسبامودغونډی وعده کړی ده.
ولی زموږداداری درازساتلودسیاست پربنسټ نشوکولای چی دموضوع په هکله ژورمعلومات وړاندی کړو.
په دغه اساس داهم معلومه نه ده چی دابوغریب دزندان دسی ډی(عکسونو) معلومات هم ددغه نفرله خولی څخه وړاندی شویدی که نه؟
دسوسیال دیموکراتانوددفاعی کمیسون مشروایی چی : دغه نوی معلوماتونه دیوی بی پری کمیسون وڅیړنوته اړتیالری.
زه فکرکوم چی دابه ښه وی چی معلوماتونه راڅرګندشی سره ددی چی دامعلومات یودرست بنسټ نلری ولی کله چی داوویل شوه نوپه ډیراهستګی کیدای شی داوڅیړل شی، داخبره دسوسیال دیموکراتانوددفاعی کمسیون مشروکړه.
ددفاع وزیردموضوع په هکله نورمعلومات نه ورکوی ځکه دنوموړی دادعاله مخی موضوع دهغه وزارت ځانګړی اداری ته دڅیړنی لپاره سپارل شوی ده. داهم ویل شوی دی چی موضوع کیدای شی عدلی مقامونوته وسپارل شی. دژباړنی پای
دژباړن تبصره:
په عراق اوافغانستان کی دروانوجګړوپه درشل کی داډول خبرونه همیشه خپریږی. په ځانګړی ډول دعراق دابوغریب دزندان عکسونه په ننی معا صره نړی کی ډیر زړه بږوونکی وه. ولی که دافغانستان دجګړی روندته ځیرشوډیری داډول پيښی په مختلفووختونوکی نشرشویدی. که تاسودطالبانودوخت دافغانستان سفیرپه پاکستان کی ملاضعیف چی همدااوس په کابل کی ژوندکوی، کتاب چی دګواتامانودزندان د کړاونوپه هکله یی لیکلی دی، ولوستل شی: په څرګندډول دوه مهم شیان څرګنده وی: لومړی دپاکستان دوه مخی سیاست اودوم دامریکایی ځواکنوکړنی دزندانیانو سره. په لسهاونوری پیښی چی افغانی زندانیانودګوانتامانواوبګرم په زندان کی زغملی دی، دانسان دحیرت وړګرځی. ځکه امریکایان ځانونه په نړی کی د دیموکراسی سمبول ګڼی اوځانونه دبشرحقونوته ډیروفادارښیی. ددی نه علاوه دشپی له خوادکورونوتلاښی اودبیګناه خلکووژل خوپه دومره لوړه پیمانه صورت نیولی دی اوهم دااوس ادامه لری چی زړه بږونکی پيښی دی.
ترټولوپه زړه پوری داده چی سکنډناویی هیوادونه دبشردحقوقوپه رعایت کولوکی ځانونه بی ساری بولی. ولسونه په دی عقیده دی چی ددوی سرتیری یوازی اویوازی دافغانستان دبیارغونی لپاره دندی ترسره کوی. دادامکانه لیری بولی چی ددوی سرتیری به زندانیانوته شکنجی ورکوی. کیدلای شی چی داموضوع وڅیړل شی اومحاکموته واستول شی. ولی دافغانانورنځونه اودردونه کموالی نشی. افغانان د مختلفوهیوادونودسرتیرواوڅارګرواداروترشکنجولاندی خپل غمجنی شپی اوورځی سباکوی. یوارنی ښه چاره داده چی دافغانستان ولسونه په یوه زړه اوخوله دخپل هیواددابادی لپاره لاس په کارشی ترڅودپردودتیری څخه خلاص شی. په دغه ګړی پکارده چی ژبنی، توکمیزی، سمه ایزی، ګوندی اونورهرنوع توپیرونه لیری کښیږدی دیوموټی اوواحدافغانستان دابادی لپاره دافغانستان ترسپیڅلی نوم لاندی سره راټول شی. که نه نودپردیودتیری څخه بله دخلاصون لارنشته. دواحداوسمسورافغانستان په هیله