کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د سولې روان بهیر که د بزکشۍ لوبه

د سولې روان بهیر که د بزکشۍ لوبه


افغانستان د دریو لسیزو در په دریو، بې وزلیو، غمیزو او ښکیلاکګرو د ظلم، ستم او جبر دوران تیر کړ او لا تر اوسه د پردیو او خپلو بچیو له لاسه په ټپي حالت کې هم د یو څو ارامه ساګانو اخیستو په تمه خپل نیم ژواندی عمر تیروي او د درد نه ډکی د ژوند او مرګ پر پوله د ناهیلی سلګی وهي. زه نه غواړم د د دې هیواد په دیرش کلنه غمیزه خبرې وکړم، یوازې غواړم د دغې تیرې لسیزې په دوران کې چې کوم د سولې په نامه بهیر او تش په نامه هڅې روانې دي اشاره وکړم.


 په ۲۰۰۱ کال کې کله چې د امریکا دوه لوړ پوړیزه او دنګې وداني د خاورو سره خاورې شوې او تر ډیره حده د خلکو، ساینس پوهانو او د نظر خاوندانو په اند دا پخپله د امریکا د هغو پټو دسیسو څخه د افغانستان د پاره یوه پخپل لاس جوړه شوې دسیسه وه چې د افغانستان راتګ ته لاره هواره او خپل موجودیت پرې قانوني وګرځوي او په ظاهري بڼه کې د دې هڅو ښکارندویي وکړي تر څو په افغانستان کې یو په ډیموکراسۍ ولاړ د خلکو په خوښه حکومت جوړ او دافغانانو سره په ټوله معنی د دې هیواد په جوړولو او سوله راوستلو کې رغنده رول ولوبوي. افغانانو د هغې ټولو بربادیو، مرګونو او کړاوونو سره سره چې د د وی د راتګ سره یو ځای د هیواد ته راغلل بیا هم د دوی راتګ ته تر یوه حده خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره دوی ته ښه راغلاست وویل او دا یې په کلکه منلې وه چې امریکا او متحدین به یې د روس د اشغال څخه په پند اخیستو بیا هغه اشتباه ګانې تکرار نه کړي او دې وطن ته به ریښتیاپه یوه ډاډمنه فضا کې د خلکو او حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړي.


همدغې هیلو تر ۲۰۰۴ کال پورې افغانان د یو امید په فضا کې ساتلي وو، ولې د دې کال په ختمیدو او د هغې نه وروسته په کراره کراره دا هیواد د نا امنی او ګډوډی په لوري خپل حرکت پیل کړ. دا چې ولې د دې هیواد فضا د نا امنی په لوري روانه شوه ډیر دلایل وو او شته چې په دې لیکنه کې د ټولو یادول ناشوني دي، ولې زما په اند د دې څو لوی دلیلونه چې یادول یې ضرروي بولم، چې په سر کې یې خپله د افغانانو خپلمنځي اختلافات، اهل د کار ته کار نه سپارل او هغه د بهرنیو ډول ته نڅاګر وو چی په غلطو راپورونو یې ډیری میندې بورې، کونډې او واړه بچیان یې بی پلاره کړل. د طالب او القاعده په نامه خپله افغانانو خپلې پخوانی تربګنی او شخصي دښمنی را ژوندی کړې او خپل افغان وروڼه یې د وژلو تر چاړې، د ګونتنامو او بګرام تر زندانو ورسول.


د بهرنیو او خپلو افغانانو دغې تیروتنو چې په بار بار او د شمیر د کچې نه په وتلو سره یې تکرار کړې، یو ځل بیا خلک دې ته مجبور کړل چې خپل ټوپک ته لاس کړي او د خپل ځان، مال او ناموس د ساتنې د پاره د یو چا در ته وردیږي تر څو د پرې شویو ظلمونو مخه ونیسي. ددې تربګنیو او شخصي دښمنیو کړی نوره هم وغځیده او په نتیجه کې یې د طالبانو د تحریک په نامه یو خوځښت بیا راژوندی کړ او ټول هغه ځوریدلي خلک په کې را ټول شول چې د خپل پلار، ورور او بچیانو وینې توییدل یې پر خپلو سترګو لیدلي وو.


د دې تحریک د جوړیدو په درشل کې بعضې داسې کړی هم را ژوندي شوې چې صرف د خپل شخصي غرایضو او ګټو په خاطر یې د هیڅ راز ظلم او ستم نه مخ نه اړاوه او دا مظلوم ملت یې نور هم د تیارو تورو کندو ته ګوزار کړ، ځکه د لاس پاکي د پاره یې د طالبانو تحریک ژوندی وو او خپل ظلمونه، لوټ او وژنې یې د هغوی کړنې بللې او مخه یې نه طالبانو او نه هم دولت نیولای شوی، او د بهرنیو د پاره هم دا د پاتې کیدو او خپل موجودیت ته د لا نور قانونیت اخیستو یوه بهانه جوړه شوه.  


 هیڅ افغان او د افغانانو څخه جوړ شوي ګروپونه او د دولت چارواکي د دې په اصلي لامل پسې و نه ګرځیدل او یوازې د خپلو چوکیو، تشو جیبونو د ډکولو او د مزینو بنګلو په جوړولو مشغول شول. په ۲۰۰۷ کال کې څرنګه چې پاکستان د حکومت او بین المللي ټولنې لخوا د طالبانو د قطار لومړنی مرستندویه هیواد بلل کیده، د اول ځل دپاره یې د پاکستان سره د سولې د جرګې پیشنهاد وکړ چې ټولو بهرنیو هیوادونو یې په یوه غږ په کلکه ترې ملاتړ اعلان کړ. ددې په تر څ کې څو وړې او لويې غونډې جوړې شوې چې تر ټولو لویه غونډه یې د کابل په ښار کې د پاکستان د وخت د ریيس جمهور، لومړي وزیر او د پاکستان د پښتنو توکمو لویو سټو په کې ګډون درلود دایره شوه، خو نتیجه یې لکه ټولو هیوادوالو ته چې ښکاره ده یوازې د کاغذ پر مخ د یوې قطعنامې په شکل کې پاتې شوه.


وروسته د پاکستان د اړخه د پنجاب حکومت د دې سولې د پروسې په پر مختګ کې کومه خاصه دلچسپي و نه ښوده او بی  له کومې پایلې پای ته ورسیده. د افغانستان د حکومت رییس جمهور د هماغه وخت نه د سولې نارې او سورې شروع کړې او غوښتل یې چې تش په چیغو او او سورو د دې هیواد دې لویې معضلې ته د پای ټکی کیږدي. اګر که د ده د حکومت او ده ته نژدې کړی هم د ده په دغې نارو او سورو چندان غوږ نه ګراوه ځکه هغوی لکه هر وخت اوبه خړې غوښتې تر څو د خپل ځان د پاره په اسانه ماهیان په کې ونیسي او حتي دا یې د ده یوه ناکامه هڅه بلله او په بعضو وختو کې د قومي تعصب په مرض ککړ بلل کیده. ولې قومي تعصب او تنها یو قوم ته کار کول په حقیقت کې د کرزي په وجود کې هیڅ راز موجودیت نه درلود او دا اظهر من شمس ده چې د ده په پادشاهی کې د افغانستان د ټولو غیورو قومونو په منځ کې د ده خپل قوم یا پښتانه وژل شوي، رټل شوي او حقوق یې تر پښو لاندې شوي.


 د ۲۰۰۹ کال او ریاست جمهوري د ټاکنو تر مخه د کرزي صیب د سولې ناري سوري دومره زیاتې شوې چې په هر ه غونډه او وینا کې یې د سولې خبرو او مخالف لوري ته تش په نامه دعوت ورکولو اول ځای نیولی وو، او حتی چې د ده دې نارو سورو په هیواد کې موجوده بین المللي ټولنه وارخطا کړه او په ده باندې یې د مختلفو خواونه فشارونه زیات کړل او د دوی تر منځ یې د اعتماد جوړه فضا په یو بې اعتماده فضا باندې بدله کړه. د کرزي صیب د هرې وینا بل ټکی دا وو چې که دی په راتلونکیو ټاکنو کې بري ته ورسیږي نوحتما به یوه لویه جرګه چې د ملت د ریښتیني استازو څخه تشکیل شوې وي جوړه کړي او کوښښ به وکړي تر څو د بین المللي ټولنې ملاتړ هم له ځانه سره ولري او نور نو دې کشالې ته د پای ټکی کیږدي.


کله چې کرزي صیب په دوهمو ټاکنو کې پس له ډیرو ناخوالو بیا د یوه منتخب رییس جمهور په ګدي کیناست نو په ریښتیا یې هم د جرګې د جوړولو هڅې شروع او ګړندي کړې چې د هیوادوالو تر منځ یې یو ځل بیا د امید ګلونه را وټوکول. ولې د جرګې ماهیت او تشکیل دا معلومه کړه چې په دې جرګه کې د هغو کسانو شمیره ډیره تر سترګو کیده چې د کرزي صیب خبرو ته یې بې واکه چک چکې وهلې او د دې جرګې پایله هم د یوې ۱۶ مادیزې قطعنامې په لیکلو او لوستلو ختمه شوه. اوس اوس ګورو چې کرزي صاحب د سولې د عالي شورا په جوړولو پیل کړی  چې تقریبا ۶۰ غړي به ولري او تش په نامه د سولې د پروسې د پاره به هلې ځلې کوي، ولې تر اوسه یې کومه خاصه طرحه او اجنډا نه ده معلومه. اوس د مونږ او د ملت د پاره دا سوله یوه معما ګرځیدلې، هیڅوک نه پوهیږي چې څه به ترې جوړ شي، د چا سره دوی سوله غواړي، آیا دوی د سولې د پاره کومه عملي طرحه لري، آیا د چاسره چې سوله غواړي د دوی پر هڅو خبر او اعتماد لري او که نه دوی هر څه پخپله سر ته رسوي.


تر کومه چې مونږ ته معلومات دی هغوی خو د کرزي صیب هغه ټولې دعوتنامې، غونډې او هڅې یو بیځایه کار بولي او په هیڅ صورت نه غواړي چې د کرزي صیب د سولې دې پروسې ته هر کلی ووایي. د کرزي صیب ډیر هغه نژدې همکاران چې اوس په یوه او بل نامه د ده د کړی نه بیرون کار کوي د ده د سولې د هیڅ طرحې سره موافق او ملاتړي نه دي او غواړي دې ستونزۍ ته د جنګ له لارې حل پیدا کړي نه د سولې له لارې. زما په اند خو دا د بزکشی هغه لوبه ده چې هیچا ته معلومه نه ده چې هغه د لوبې خوسکي او یا بیزه چیرته ده، ټول اسونه د خوسکي او یا بیزې په لټون کې سرګردانه ځغلوي ولې لوری یې معلوم نه دي چې په کومه طرف ځي او چیرته به ورسي او ملت هم د څه کم لس کاله د دغې  لوبې د نندارچیانو په شان ټولو ته په ځیر ځیر ګوري چې د لوبې خوسکی یا بیزه به څوګ د میدان نه اوچتوي او د هدف ځای ته به یې رسوي.


زه د یو سوچه افغان او مسلمان په حیث نور کرزي صیب ته د سوال لمن غوړوم چې  ددې سمبولیکو غونډو، جرګو او ټولنو نه لاس واخلي او په ډیر قاطعیت او میړانه ظالم ته ظالم او مظلوم ته مظلوم ووایي، او پرینږدي چې نور د دې ملت په ټپونو پردي او خپل خلک زهرجنې مالګې و دوړوي. سوله یو پاک نوم دی او خپل اصول او قواعد لري، ته که د هر چا سره سوله کوې نو یوڅه به د لاسه ورکوې ترڅو یوڅه لاس ته راوړې، هغه د چا خبره دا سې نه کیږي چې هم شهید شې، هم غازي او هم جوړ کور ته راشې. که د ریښتیا سولې ته په زړه کې وي نو په دې عالي شوراګانو او سمبولیکو کړنو نه کیږي، ځکه دا غړي تر څومره چې مونږ پوهیږو په دې نهو کلنو کې د تا په حکومت کې به یوه او بل نامه دخیل وو، نو دغې خلکو چې په نهو کلنو کې د سولې په روان بهیر کې څه ونه کړل، ته څه فکر کوې چې اوس به یې وکړي، په دې سترګې نه پټوو چې په دې خلکو کې به داسې په وطن مین خلک هم وي چې خپل سر به د هیواد د پاره په تلي کې ګرځوي ولې د ګوتو په شمیر دي. زما په اند کرزی صیب باید داسي یو ټیم ولري چې په ریښتیا سولې ته وفادار او د ریښتینی  سولې په معنی او د هغو خلکو چې سوله ورسره کوي د هغوی په ماهیت او غوښتنو پوه شي. دا باید داسې یو ټیم وي چې د سولې د پاره زیرزمیني کار وکړي تر څو بیا دا سمبولیک ټیم هغې پروسې ته د ځمکې په سطحه یو روڼ تصویر ورکړي.


 تش په سمبولیکو او د سټیج په سر په دعوتونو او نارو سورو څه نه کیږي، دې ته باید عملي جامه ور واغوندې او د عملي  بڼې په ورکولو کې د تا سره یوازی یو ریښتنی، اسلام او دې هیواد ته پاک نیتي انسانان او د خپل ملت هغه پاکبینه کسان مرسته کولای شي چې د سولې په واقعي معنی پوه وي.


په اخر کې یو ځل بیا درنه خواست کوو چې که د دې ملت په خاطر نه وي نو د خپل ځان په خاطر چې یوه ورځ به د خدای هغې لوی حضور ته ورځې او ددغې ټولو کړنو ځواب به وایې، نور په واقعي او ریښتیني ډول دا خپل عمر د دې ملت په سرلوړی او د هیواد ته د یوې دوامداره سولې لپاره په قاطعیت کار وکړه تر څو د هغې لوی پروردګار په مخ کې سر ټیټی او شرمنده نه وې. مونږ به د لوی خدای دربار ته لاس په دعا کړو تر څو تا په خپلو ریښتینیو هڅو او کوششونو کې د خیر، برکت او سوکالی طرف ته بوځي.
د یوه اسلامي، ازاد او سرلوړي افغانستان په هیله.