په افغانستان کې روانه جګړه اوس لسم کال ته داخله کیږي. په دې جګړه کې په سل ګونو زره تنه بې ګناه هیوادوال د ماشومانو او ښځو په ګډون ( په ځانګړي توګه پښتانه) وژل شوي او د وژنو دا بهیر روان دی.
دا جګړه د تروریزم په وړاندې د جګړې په نوم چې په امریکا کې نیویارک د سوداګری په نړیوال مرکز باندې د برید له امله پیل شوه.
په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ایکین بیري وایي چې د نیویارک په ښار کې د سوداګری په نړیوال مرکز باندې د برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی و. د نوموړي ددې څرګندونو څخه موخه په افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو برید د یو روا عمل توګه ښودل دي.
دا ټولو نړیوالو ته جوته ده چې په هغه مهال کې د القاعده د پاکستاني منابعو په مرسته په افغانستان کې ځای په ځای شوه او د القاعدې وګړو هم د پاکستان له لارې په ازادانه توګه افغانستان ته تګ او راتګ کاوه. چې دا ټول حرکات د پاکستاني ادارو څخه پټ نه و او کیدای شي د هغوی له خوا یې ملاتړ هم کیده. خو په دې برسیره یو حقیقت چې تر ټولو ښه روښان دی هغه دادی چې د دې برید د پلان په جوړولو او یا عملي کولو کې کوم افغان او یا په ځانګړي توګه کوم پښتانه رول نه درلود.
پښتانه افراطي کرکتر نه لري او نه په نورو باندې تیری خوښوي. پښتانه د خپلو پښتونوالي اوصولو له مخې معتدل او منځ لاري خلک دي. خو هغه څه چې د پوښتنې وړ دي هغه دا چې ولې لویدیزوال ددې بریدونو سره د پاکستاني تند لارو او یا ادارو د اړیکو او یا نه اړیکو په هکله چوپه خوله نیسي. نېږدې دیرش کاله کیږي چې پښتانه د ډيورینډ لاین دواړو خواوته د هغه تروریزم قربانیان و چې پنجاب یې په په قبایلي سیمو کې ځای په ځای کوي او یا یې څخه افغانستان ته را لیږي.
داځکه چې په سیمه کې تروریزم او افراطیت د پاکستان د بهرني سیاست یوه برخه ده چې د هغه څخه په استفادې سره غواړي خپلو موخو ته ځان ورسوي. د پاکستان په دې لوبه باندې د امریکا د متحده ایالاتو سیاستوال او همدارنګه استخباراتي ادارې ښې پوهیدې او پوهیږي چې د نړي په هره برخه کې چې کوم په تند لارو پورې کوم تروریستي عمل تر سره کیږي او یا شوی دې د هغه ریښه په پای کې پاکستان ته رسیږي.
چې د دې هیواد د تروریزم د صدور له امله افغانستان ، هند ، منځنی اسیا او لویدیز هیوادونه ارامه ورځ نه لري. دامریکا د متحده ایالاتو تر ټولو لویه تیروتنه دا وه چې ددې په ځای چې د تروریزم په اصلي تولیدي او صادراتي مرکز ( پاکستان ) باندې برید وکړي او ټوله نړي د تروریزم له شره وژغوري له بده مرغه یې دوی په افغانستان او په ځانګړي توګه پښتانه چې د تروریزم قرباني و د خپلو وژونکو بریدونو موخه وګرڅول.
دوهمه او مهمه تیروتنه د لویدیزو هیوادونو دا وه چې په افغانستان کې یې د طالبانو د ادارې په ضد د داسې جنګي ډلو څخه ملاتړ وکړ چې په افغاني ټولنه کې ورته په ښه سترګه نه کتل کیږی . دا ډلې د امریکايی الوتکو تر سیوري لا ندې په بریالي ډول د کابل په ښار ننوتل او په دولتي ادارو یې خیټې واچولې د دوی څخه چا ځانونه وزیران او چا رییسان جوړ کړل او دوی تر ننه په قدرت خیټې اچولي دي.
د دې په اړخ کې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د یوې ادارې د جوړولو د پاره د جرمني هیواد د بن ښار ته داسې ډلې او کسان را وبلل چې په افغانستان کې د خپلو ناوړو کړنو له امله د خلکو په منځ کې ځای نه درلود او نه یې لري. د افغانستان خلک په دې و پوهیدل چې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا په افغانانو باندې په زړه بوګنونکو جنایتونو تورنې ډلې او کسان تپل کیږي. نو دوی د موجوده ادارې سره ځانونه بیګانه وګڼل.
د امریکا متحده ایالاتو او د هغه متحدینو د قدرت اصلي مزي د څو متعصبو ځانګړو ډلو ته چې ځانونه په مشخصو ملیتونو پورې تړلي بولي په لاس کې ورکړل. دوی په بشپړ ډول پښتانه ، نورستانیان، بلوڅان، پشه ییان، قرغیزیان، شغنیان، ترکمنان، ایماق او نور د قدرت څخه بې برخې او یوازی څو تنه غوړه مال پښتو ژبي په لوړو څوکیو پاتې او یا مقرر شول. خو د پورتنیو ملیتونو څخه د ملي او مترقي کسانو په قدرت کې د موجودیت مخنیوی وشو او کیږي. نو لدې امله پورتنيو ملیتونو ځانونه په هیواد کې بیګانه ولیدل چې د ټولنې د دوهمې کتیګوری کسانوته راټیټ شول.
په دې ډول امریکا په افغانستان کې د نوي جګړې د پیل بنسټ کیښود. د خلکو نارضایت او د نړیوالې ټولنې سره د دوی واټن ددې سبب شو چې د تروریزم تولیدونکی او صادرونکی هیواد تر پخوا زیات فعال او افغانستان د جګړې ډګر وګرځوي.
ددې جګړی نیږدې لس کاله په تیریدو دي خو جګړه تر پخوا لا سخته شوي ده دا ځکه چې د تروریزم اصلي تولیدي او صادراتي مرکز چې عبارت له پاکستان څخه دی فعال او اوس ایران هم مرسته ورسره کوي.
دا چې په افغانستان کې ولې ارامي نه راځي د نړیوالې ټولنې سیاستوال اصلي ستونزی او خپلو تیروتنو ته ګوته نه نیسي. ددوی سیاسی او د ستراتیژیکو مطالعاتو څیړونکي په راز راز اوتو بوتو سر وي او راز راز نظریې ورکوي خو د ځینو نظریات خو په بشپړه توګه د افغانستان او نړیوالو له پاره زیان لرونکي دي. دوی قصدا واقعیتونه تحریفوي د دوی زیاتره کسان په افغانستان کې د ملیتي او ژبني جوړښتونو ته اشارې کوي او بیا د غیر واقعي معلوماتو په بنسټ دوی د ملیتونو او قومونو تر منځ اړیکي څیړي او همدارنګه د ځينو خیالي تضادونو په هکله ځیني خیالي او خاینانه د حل لارې ( د افغانستان د تجزیې په ګډون) راوړاندې کوي.
اوس ټولو ته معلومه ده چې د افغانستان په هکله نړیواله ټولنه حتې ملګري ملتونه د هیواد د ملیتي او ژبني جوړښت په هکله یو غیر واقعي تصور لري او د غلطو معلوماتو په بنسټ نړيوال په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي پالیسي مخې ته بیایی .
د دوی د معلوماتو په بنسټ په افغانستان کې پښتانه د څلویښتو په سلو شاوخوا کې دي چې د دوی داغلط تخمین ددې سبب شوی دی چې پښتانه د اوسني سیاسي نظام څخه د باندې پاتې شي. په داسې حال کې چې پښتانه په افغانستان کې تر پنځه شپیته په سلو کې زیات او په افغانستان کې سراسري اولس دی .
په افغانستان کې د سرشمیرني اداره د یوې ځانګړي متعصبې ډلې په لاس کې ده ددې ادارې هر ډول تخمینونه او ارقام په واقعیتونو ولاړ نه دی . د ملګرو ملتونو سازمان او نورو نړیوالو سازمانونو ته اړینه ده چې خپل سیاستونه د مغرضو انترنیتي سایټونو له مخې عیار نه کړی بلکې عملا په سیمو کې په سترګو وګوري چې څوک چیرې او په کومه اندازه سره اوسیږي. تر څو په افغانستان کې د واقعیتونو په بنسټ خپلي پالیسې برابرې کړي.
ددې له پاره چې واقعیتونه را برسیره شي باید وکتل شي چې په افغانستان کې څه ډول نظام حاکم دی. که چیرې په افغانستان کې اوسنیو حالاتو ته وکتل شي دا به درته جوته شي چې په افغانستان کې دموکراتیک یا ولسواک نظام نه بلکې یو دیکتاتوري نظام دی چې په دې کې د هیواد اکثریت خلک د عام اولس د ټولوسیاسي حقوقو څخه بې برخې دی.
اوس مهال د هیواد اقتصاد او اداره د څو مشخصو متعصبو ډلو په لاس کې ده . دا مغرضې ډلې که د یوې خوا د هیواد د اکثریت اولس سره دښمني مخې ته بیایی مګر په د هغه په اړخ کې دوی د امریکا متحده ایالاتو ا و نړیوالې ټولنې ته هم صادقې نه دي. او کیدای شي په افغانستان کې نړیوالې ټولنی ستر ګواښ رامنځته کړي.
د دې ډلو یو سروال په دې وروستیو کې وویل چې دوی دا ځواک دومره په اساني د لاسه کړی نه دی ا و نه به یي په اسانی سره دلاسه ورکړي. د خلکو په باوردا ډلې په افغانستان کې د امریکايي او نورو هیوادونو سترګې او غوږونه و او د دې ډلو د غلطو راپورونو له امله د هیواد په زرګونو خلک په خپلو وینو کې ولمبیدل.
نړیوالو ځواکونو د پورتنیو ډلو د غلطو راپورونو په بنسټ د پښتنو سیمې او کلي د وران او ویجاړ او د کورونو په لټولو او بې ګناه خلکو په نیولو سره یې د پښتون قوم سپکاوی وکړ. دوی واړه ماشومان، ښځې، سپین ږیري، او نور بې ګناه کسان ووژل. دوی د خلکو په کورنو ننوتل او د کورنیو غړي یې په سپیو وداړل. دوی د خپلو عملیاتو په ترځ کې ټول انساني حقوق تر پښو لاندې او د خلکو بې عزتي وکړه. هغوی په واړو ماشومانو او ښځو د مرمیو باړونه وچلول.
د کابل ادارې او نړیوالې ټولنې د پښتنو سره عملا د دشمنی ګامونه پورته کړل. په داسې حال کې چې د سیمې د اوسني حالاتو په څیړلو سره د امریکا متحده ایالات او پښتانه ډیر ښه دایمي او ستراتیژیک متحدین کیدلای شی .دا هغه حقیقت دی چې د پنجاب او ایران واکمنان ترې ویريږي.پښتانه او د امریکا متحده ایالات په سیمه او نړی کې د خپلو ستراتیژیکو هدفونو د ترلاسه کولو د پاره د یوه بل همکاریو ته اړتیا لري. د دوی دواړو ګټې سره یو دي.
په دې ټول څیړونکي ښه پوهیږی چې د رضا شاه پهلوی د ایران د پاچا په حاکمیت کې ، ایران د امریکا د متحده ایالاتو یو ښه متحد و. ایران او امریکا په سیمه کې د یوه بل د ګټو څخه دفاع کوله . تر څو په ایران کې اسلامي انقلاب بریالی شو . د ایران او امریکا اړیکي خړې پړې شوې.
چې وروسته د امریکا سره د اتحاد رول د پاکستان پنجاب په غاړه واخیست. مګروروسته داسې ښکاره شوه چې پنجاب پورې تړلي اسلامي سخت دریځو په سیمه او نړی کې د امریکې ګټو ته ګواښ پیدا کړ. نو لدې امریکا اوس د پنجاب په نیتونو شک ده.
اوس د امریکا متحده ایالات په سیمه کې یوه داسې متحد ته اړتیا لری چې په مرکزي او جنوبې اسیا په چارو کې د امریکا سره همکار واوسي. او دا متحد د امریکا له پاره یوازې پښتون ملت کیدای شي.
همدا پښتون ملت کولای شي په جنوبې او مرکزی اسیا کې د سولې په ټینګښت کې مثبت اوفعال رول ولوبوي. چې دا رول به د نړیوالې ټولنې او په ځانګړی توګه د امریکا د متحده ایالاتو په ګټه او د هغوی ګټې به خوندي وي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا متحده ایالات او نړیواله ټولنه د پښتون ملت ( د افغانستان او د ډیورینډ کرښې هغې خواته پښتنو) د ملاتړ څخه پرته په سیمه کې خپلې ګټې نه شي خوندي کولاي. مګر په مقابل کې پښتانه د هیواد د بیا یووالي او پرمختګ له پاره د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې ملاتړ او مرستو ته اړتیا لري .
په دې خو په لویدیز کې د ستراتیژیکو څیړنو د مرکزونو پروفیسران تر اوسه خبر نه دي. چې پښتانه او د امریکا متحده ایالات یو د بله سره د کومو ستراتیژیکو موخو له پاره یو له بله څنګه دوستانه اړیکې جوړولی شي. د امریکا هیواد ددې په ځاې چې خپل بالقوه او قوی متحد خپل ځان ته رانېږدې کړی د هغه ځپلو او سټې ته یې ملا وتړله او په سیمه کې یې د ایران او پنجاب لوړتیا غوښتونکو او د تروریزم د ملاتړ کونکو د اهدافو سره سم حرکت وکړ. او د متعصبو ډلو د فرمایشونو سره سم یې په افغانستان کې جګړه په مخ بوتله.
دې ډلو د تروریزم په ضد جګړه د پښتنو په ضد په جګړې واړوله. د پورتنیو تیروتنو له امله په افغانستان کې ستونزه د پخوا څخه پراخه او ژوره شوه. اوس اساسي پوښتنه دا ده چې ایا په خپله د نړیوالې ټولنې دا خوښه وه چې په افغانستان کې د پښتنو سره داسې ناوړه چلند وکړي او که د متعصبو ډلو د توطیو دوی هم ښکار شول.
ځینې کسان پوښتنه کوي چې ایا پورتنی عملونه تیروتني دي او که قصدي. مګر هوښیاران وایي چې تیروتنې خو یو او یا دوه وارې وي نو داسې هم نه ده چې تیروتنه نهه کاله هره ورځ تکرارشي. د ځینو کتونکو په باور دا د پښتنو سره ناوړه چلند اود هغوی ټولوژنه یو قصدي عمل دی چې د کورنیو او بهرنیو پوځونو ، د حاکمو متعصبو ډلو او وسله والو کسانو له خوا تر سره کیږي.
اوس راځو دې خبرې ته تر هغه چې د امریکا متحده ایالات او د ملګرو ملتونو سازمان خپلې پورتنی تیروتنې سمې نه کړي تر هغه به په افغانستان کې جګړه روانه وي او د پاکستان اوایران هیوادونه چې د تروریزم اصلي تولیدونکی او صادرونکی دي د هغه څخه د نړیوالې ټولنې په ضد استفاده وکړي. او د لویدیزو هیوادونو برخلیک به هم د شوري اتحاد غوندې شي. چې د دې جګړې تاوان به د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان خلکوته ورسیږي خو ګټه به یې د پاکستان هیواد او ایران ته ورسیږي.
نو له دې امله اړینه ده چې د امریکا متحده ایالات د پښتنو په سیمو کې جنګي عملیات بند کړی او د سولې او خبرو اترو له لارې پښتانه دې ته راوبولي چې د خپل حق ( پنځه شپیته په سلو کې ) په اندازه د دولت په لوړو څوکیو کې برخه واخلي. او دا کار ناممکن هم نه دي.
د افغانستان خلک او په ځانګړی توګه پښتانه د نړیوالې ټولنې موجودیت په افغانستان کې د هیواد د پرمختګ کې اغیزمن ګڼي مګر متعصبې او په جنایتونو تورنې ډلې او په فساد ککړ کسان په قدرت کې نه شي زغملای. دا ډلې د امریکا او نړیوالې ټولنی په مټو قدرت ته رسیدلي او دوی یې باید راکوزې هم کړي. باید د امریکا متحده ایالات په پاکستان کې د تروریزم د تولید او ملاتړ مرکزونه د منځه یوسي او د ایران ناوړه مداخلې بندې کړي .
که چیرې نړیوالې ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو خپلې پورتنې دوې تیروتنې چې د هغې په نتیجه کې یې خپل بالقوه متحد ځپلی دی سمې کړې او په هغه مهال کې دا امکان موجود دی چې په افغانستان او سیمه کې سوله تامین شي. هغه مهال به د امریکا د متحده ایالاتو او پښتنو تر منځ د اوږدې مودې له پاره د دواړو په ګټه ستراتیژیکه ملګرتیا رامنځته شي.