د خرمستو دنیا ګۍ کي د ښو بد و ضمیر نسته
د بد مستو په نړ ۍ کي بیله میو بل پیر نسته
دنړۍ په شورماشورکی دسکون اواز ورک سوي
د فریاد په لوړاهنګ کی د ږ غو نو تو پیر نسته
د انصاف او عدالت نارو غوږ ونه کاڼه کړي
زموږدخلګو هیلي ورکي با انصافه پیګیر نسته
دازمان عجب تیریږی بی پرواپه پخپل رفتارکی
هم مکان پرمخ روان دۍ له هیچا نه یی ویرنسته
که هر څونه د ظالم د ظلمه وژاړم زارۍ کړ م
زماژړا ده ته دعاشی دخلاصون مواکسیرنسته
چه هیوادموددیبانودجګړو میدان جوړ سوۍ
خپل وطن ابادوی زموږ په اوړوکی خمیرنسته
جنګ دبل سره کوی زما هیواد را خرابه کړی
ددي ډول ډرامی په ټول تاریخ کی نظیرنسته
که زنځیرداسارت موپه تاریخ کی وي مات کړۍ
لا هم بندیان یو لاس او پښو کي زنځیر نسته
دمیږی په ګام قدم کی دسیالۍ به څه مزه وي
خلګ ولاړه اسمانوته لا په موږ کی تغیر نسته
د غربت ټکه پر موږ ده له اسمانه را لوید لي
ازلي موتندۍ توروی هروخت وایو تقدیرنسته
معنوی دنیاته ګوره دروحونوجنګ جګړی دي
ز موږ ملا په خبر نه دۍ چه اثر د تقریر نسته
د اوهامو په تسکین کله ارام راځی «هاونده»
دشرارت په دي جهان کی چاویل چه شریرنسته