کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / میاشتې او پیښی

میاشتې او پیښی

زما یې له طب او استرولوجۍ سره کار نه شته او نه پر دغو شیانو پوهیږم. خو دومره مې اوریدلي چې چنګاښ یا سرطان یو ډیره سخته او ناعلاجه ناروغي ده. او که په دې میاشت کې ځینې مهمې پيښی رامنځته شي، نو کیدی شي چې پایلې یې ډیرې خطرناکې وي. هاغه خپل چنګاښ مې رایاد شو. شپږویشتمه یادوم. يادیږي مو؟ څومره زورور چنګاْښ وو چې زموږ د هیواد یوه پاچاهي بدن یې په یوه شپه کې ان تر جمهوریته هم تیر کړ! ښه په کش کې روان وو. خو خاتمه یې څنګه شوه؟ پایله یې دا شوه چې د خپل ډاکټر سر یې هم وخوړ.
دا خو لا څه کوئ چې د غویي میاشت تر دې هم بتره وه. اومه یې یادوم. د غويي له سرزورۍ نه خو موږ ټول خبر یو، ځکه یې د زبات له پاره د اسپانیا تګ ته هم اړتیا نه شته. خو خدای شته پر یوې خبرې مې ان تر دې دمه هم سر سم نه دی خلاص شوی او هغه دا چې دا زموږ غوییوال خو لکه د اسپانیایانو په څیر توریرو یا د کوریدا د لوبې لوبغاړي هم نه ول، نو پر دومره سوروالي او سرو ټوټو یې څه کول؟
خبره د میاشتو او پیښو وه. میاشتې تیریدې او پیښی زیږیدې.خو غویی له خپله زوره و نه غورځید. په دا منځ کې څه هوښیاران پیدا شول او پریکړه یې وکړه چې د غویي علاج بې غویي نه کیږي. خو تاسې دومره وکړئ چې د ټوټې رنګ بدل کړئ، نور نو له سرزورۍ او وراني مه تیریږئ. وردانګئ، سر مو په ټولو او هر څه!
خو میاشتې هماغسې تیریدې او پیښی زیږیدې! د خدای کارونه ول چې د وږي (سپتمبر) میاشت راورسیده. څرنګه چې موږ د چنګاښ او دوو ثورونو پیښو ځپلي ولو، نو دا میاشت راته له تنګسو نه د خلاصیدو پیل ښکاره شو. خو بنده پخپل خیر او شر څه پوهیږي؟ که څه هم د وږیوالو سترګې مړې وې، خو عادتونه یې ډیر وږي ول. دې خوارانو چې د کاسو او درویزو تنګسې ګاللې وې، نو د چا مخ یې هم نه شو لیدلی چې مبادا کپ ترې و نه کړي. ځکه یې نو پر پردو او حجاب ډیر زور اچاوه او ټینګار یې دا وو چې هر څه دې په پرده کې وي. کوم نر وو چې د دوی له خبرې یې سر غړولی وای؟ د بودا مجسمې چې د پاخه عمر له کبله په غوږونو درنې وې او د دوی پر خبره یې سر خلاص نه شو، څنګه يې تاترین ته ولیږلې!
خو لکه څنګه مو چې ولس سرزوری دی، هماغسې مو میاشتې او پیښی هم زورورې دي! په یوه غویي مو چاره و نه شوه، بل مو راوغوښت. پر یوه وږي مو شکر و نه ایست، بل وږی (سپتمبر) مو په برخه شو. خو دا ځل چې چنګاښیان، ثوروال او وږیوال ټول تر دې نوي وږي راتاو دي، خدای دې خیر کړي چې وار کوم لړم مړم (عقرب) ته و نه رسیږي!!!
یره ورونو! زه خو وایم چې نور بس دی او خدای مو دې با الاخره یوه ښه تله (میزان) په نصیب کړي.
جرمني،  د ۲۰۱۰ د سپتمبر ۱۱