کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ښاغلی «هدایته» پر قلم دی برکت سه !

ښاغلی «هدایته» پر قلم دی برکت سه !

ټولنیزی رسنۍ(میډیا) دخپل پیدایښت له زمانی څخه بیاتراوسه پوری د پرمختګ مختلف پړاؤنه طۍکړیدی ، میډیاپه داسی بڼه چه نن ورځ یی موږ وینوپخواوجودنه درلود،دا دنن ورځی دټولنیزو رسنیوخاصه ده چه دنړۍ ورځني اطلاعات په ډیرسرعت  سره دخلګوپه اختیارکی ایږدی او ورسره سم دخلګوقضاوتونه هم دهغوحوادثواوموضوعاتوپه باب چه خبریی درسنیوله لاری ددوی غوږوته رسیدلی دی په ډیرسرعت سره بدلون مومی ۰ د نړۍ دخلګوپه عمومی افکاروکی دغه چابک بدلون په ټولنه کی دتغیراتواوتبدلاتوپروسه څوچنده ګړندۍ کړی ده ۰
     مالدارهیوادونوخاصتآغربی نړۍدرسنیوداوسنی سیسټم له پرمختګ څخه په استفاده دنوروهیوادونوپراقتصادی اوکلتوری هستیوداسی یرغل شروع کړچه نتیجه یی دډیرواقتصادی اوسیاسی ګټواوکامیابیوسره مل وه ۰                 
       پخواواستعمارچیانوته په مستعمروکی داسارت ددام دلوموغزول څه آسان کارنه ؤ،اوهغوی په ډیرګران قیمت اودخطره دډکولارووهلوپه وسیله غریب هیواددونه په اسارت کی ساتل،ولی دعلم اوتخنیک دتکامل اوزیاتولاسته راوړونوله برکته اوسنی رسنیودغوهیوادونوته ډیره آسانه لاره پرانستل،همداسبب ؤچه مالدارهیوادونوپخپل منځی رقابتونوکی دچانس وهلودپاره زیاتی سرمایی ولګولي ۰                                                                                                           
             که څه هم مالدارملکونوپه نړۍ کی درسنیوجال داسی غوړولی دی چه دبافت دتارونواوتانستوڅخه خلګ په ډول دډولونواغیزمن¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬کړی،اودنښتروهنی په څیردانسانانوپرمغزوباندی اثرواچوی۰ ولی باالمقابل عوام خلګ خاصتأهغوی چه ددی جال څخه دخلاصون هلی ځلی کوی ،همدغه رسنیوبیاددوی دافکارواوذهنیت په روښانولواوبیدارۍ کی ستررول لوبولۍ دی ،همداسبب دی چه نړۍ درسنیوواقعبینانه اوبیطرفانه رول ته زیات اهمیت ورکوی ۰ خلګ په مجموع کی درسنیودرول مخالفه نه دی بلکه دهغوی دمالکانودخونخواروعزایموسره مخالفت کوی ۰
                 که چیری رسنۍ دخپلومالکانوپه ګټه کارکولای سی ٫نودغه رسنۍ  بیادبشری حقوقودفاع،عامه پوهاوي اودخلګوپه بیدارۍ کی څرګندرول هم   درلودلۍ دی ،موږهروخت دهمدغه رسنیولخوا دطرف نیولوسره سره  دبشری ضدجنایاتودرسوایی شاهدان یو ۰
                په هرصورت دټولنیزورسنیوداوسنی سیسټم پرمختګ اوانکشاف په نړۍ کی دخلاقه پوهواوځیرکواشخاصودکلونودکاراوزحمت نتیجه ده چه په ټوله بشریت اړه لری اودهغوی ستره لاسته راوړنه بلل کیږی ۰ دا پرموږده چه څنګه دهمدغه رسنیوڅخه دبشری ضداعمالوپه رسوایی اودخپل مظلوم اولس دپوهاوۍ اوملی ګټوپه دفاع کی کارواخلو  ۰
           محترم هدایت الله هدایت دنړۍ دوتلورسنیواوورځپاڼوپه باب ډیرپه زړه پوری تاریخی معلومات راټول کړیدی چه ویونکی دمختلفومشهوروخپرندویه وسایلوسره په ډیرتفصیل اوروښانه توګه آشناکوی ۰ زه دنوموړی دغه تحقیقی اثردافغانستان په اوسنی پیچلی اوضاع کی دعامه پوهاوۍ دپاره پرځای هڅه اوزموږدخلګودسراښی تندی دماتیدوپه لاره کی یوغنیمت اقدام بولم، او وایم چه هدایته پرقلم دی برکت سه!
د ښاغلي هدايت الله هدايت لخوا چمتو سوې د رسنيو پېژندنه ، تازه او تيري برخي له لاندي کرښي څخه ولولئ:


د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۵) ډېلي ټيلګراف