مننلیک

 
دارواښـــاد الــحاج غلام محی الـــدین  زرملــوال کورنۍ دنړۍ په ګوټ ګوټ کې له ټولو درنو او هېوادپالـــو خویندو او وروڼو څخه  دزړه له  تلې  مننه کوي کومو، چې  دخدای بښلي زرملـوال صاحب  دمړینې له کبله  موږ ته داخلاص لاسونه راکړل، څوک په کاناډاکې تر روغتون اوکوره پورې راورسېدل، چا دتیلیفون او برښنالیکونوپه وسیله دمرستې او غم شریکي ډاډ راکړ، چا له کاناډا څخه  تر کابله  پورې  دارواښاد دجنازې لارې څارلې او نور ګڼ شمېر بیا دګران هېواد له ګوټ ګوټ څخه  د زرملوال صاحب  دجنازې او درناوي لپاره کابل ته رارسېدلي وو په  تېره بیاله درنو افغان  برښناپاڼو چلوونکو څخه  په ځانګړي  ډول مننه کووچې  په خپل وخت یې  خبرتیاوې او زموږ  د عزتمنوخواخوږو دغمرازي پیغامونه  خپاره کړل .


 ټولو درنو هېوادوالو ته یو ځل بیا کورودانی وایو چې زموږ دا دروند غم یې راسره شریک او د زرملوال صاحب  روح  ته یې خوښي ور وبښـــله .ارواښـاد زرملــوال صاحب  دروژې  په مباره که میاشت کې دجمعې په ورځ ، الله تعالی د تل لپاره خپلې  ښایسته  دنیاته  په  داسې حال کې ورمېلــمه کړ، چې هغه  دخپل  مظلوم ولس اوهېواد دخلاصون اوسرلوړي  لپاره  ور په  غاړه مسؤلیت په  پوره صداقت سره سرته  رسولی و .


دکوچني  اختر دمبارکو ورځو تاسو قدرمنو او درنو خویندو او وروڼو ته  دزړه په مینه  درکوو  الله (ج) دې موږ او تاسو ته نور غمونه نه  را ویني.


دپورتني مننلیک سره یو ځای دخدای بښلي زرملوال صاحب دخولې یو څو خبرې هم تاسو ته  ډالۍ کوو :
ای د افغان بچیانو ! تر څو به د غفلت په خوب کې ډوب او یا ویښ ویده لاس تر زنې ورته ناست او د افغان مجاهد ولس (خدای مه کړه ) زوال او نابودۍ تماشه به کوو، سترګې ورغړوﺉ او ځیرشئ او دا ومنئ  ، چې افغان ولس د مرګ او ژوند له سوال سره مخامخ او ګران هیواد افغانستان د ډېر بد ګړنګ په غاړه ولاړ دی ، دیني فریضه ، ملي وجیبه ، او تاریخي رسالت حکم کوي ، چې باید خپل ګران هیواد ، خپل هیوادوال او خپل ګټلی ویاړ او موجودیت له زوال او نابودﺉ ځخه خوندي وساتو ، نور ځنډ ، موږ له تباهۍ سره مخامخ کوي . د نن ورځې کار باید همدا نن وکړو ، د نن ورځې کار سبا ته پرېښودل غلطکار دی ، ځکه همدا نن ورځ ـ موږ په واک او اختیار کې لرو ، پرون ورځ تېره شوه او سبا ورځ لا رارسېدلې نه ده ، د سبا ورځې کارونه به سبا کوو.


 فلهذا دغه ډېر غنیمت او فرصت وخت دی چې له ټینګې ارادې سره د پاک خدای (ج) په توکل  بې له ځنډه د عمل ډګر ته په ډله ایزه توګه  ورودانګو، هیواد او هیوادوال ، چې تر نن ورځې په وینو کې ډوب او په اور کې سوځي ، له نابودۍ او زوال څخه وژغورو.د تاریخ په شهادت میرویس نیکه  په داسې یوه بحراني حالت کې ، چې د هیواد یوه څنډه د پردیو تر حکمرواني لاندې وه ،کلکه اراده وکړه او د لویې جرګې د پریکړې پر بنسټ یې دښمن نابوده او د ملي حکومت په جوړولو بریالی شو ، احمد شاه بابا  د عنعنوي لویې جرګې د پریکړې په نتیجه کې د ملي حکومت په جوړولو بریالی شو او ډېر تاریخي ویاړونه یې افغاني ټولنې ته ورپه برخه کړل . بیا د تاریخ په شهادت غازي امان الله خان د افغانستان د بشپړ استقلال او خپلواکۍ د تر لاسه کولو په منظور د خپل پلار له سره تېر شوموږ باید له بې اتفاقي ، خپل منځي شخړو او ورور وژنې څخه  لاس واخلو ، او د قرآن کریم د لاندنیو دساتیرو پر بنسټ چې وایي : ( و اعتصمو بحبل الله جمیعاً و لا تفرقوا  ط  ، و لا تکون کالذین تفرقوا  ،  و امرهم شورای بینهم  ط  )انفرادي او متفرقه مبارزه نفیه کړو . 


موږ تاریخي رسالت او ملي مکلفیت لرو ، چې د دین د اداکولو او د ملي ستونځې د پای ته رسولو دپاره باید  په ډله ایزه توګه راپاڅو ، له هر ډول ژبني ، قومي ، او سمتي تعصب او توپیر څخه لاس واخلو .بهرني یرغلګر ، سره لدې چې نور عصري او په مهلکو وسلو سمبال پوځیان یې د ځان د ملاتړ او د خپلو کرغېـړنو اهدافو دعملي کولو دپاره راوستلي ، د تښتې په حال کې دی او د خپلو وروستیو سلګیو په وخت کې له  تفرقه اچولو او نا مشروع  ټاکنو سره غواړي چې افغان ولس د خپلې ماتې په بدل کې د ورور وژنې او خپلمنځي شخړو په اور کې وسوځوي .     موږ باید په هر هغه ځای کې چې سړی لېونی شي ، لیوني شو ، او په هر هغه ځای کې چې سړی مېـړنی شي ، مېـړني شو  او د صادقو ، سالمو او متعهدو انسانانو په صفت یو بل ته د ورورګلوۍ ، همکارۍ او ګډ ژوند لاسونه ورکړو او د سیاسي ، ټولنیز ، ملي او اسلامي اهدافو د تر سره کولو لپاره دننه په هېواد کې د ستونځو ډګر ته ورودانګو او په سر او مال ملي مبارزې ته دوام ورکړو ، ځکه حق ، هیچا او هیچېرته د دنیا له بې مروته اربابانو څخه پۀ تشو خبرو ، مقالو لیکلو ، مرکو ، جرګو ، وړاندیزو ، زاریو او ننواتې نه دی تر لاسه کړی ، حق اخیستل کېږي.