کور / شعر / غزل

غزل

شور چې په وير کې نشته
درد په دلګير کې نشته

لوبه ښه ګرمه ده خو
ذوق تماشګير کې نشته

ځګی د قبر زما

ستا په جاګير کې نشته

تقدير ته هيڅ مه وايه
زور دې تدبير کې نشته

عجز ددې زمانې
په يو فقير کې نشته

هسې ساګانې اخلی
ژوند ي ضمير کې نشته

مريد به څه اوستايم
خوند ي په پير کې نشته

چا راته وې عندليب
چرته په دير کې نشته