اې کندهاره! ته ولي له ډېره غمه نه چپه کېږي مګر ستا په سينه کي تر يوه زړه زيات زړونه دي،ته د تاريخ د جبر په وړاندي ولي داسي چپ ولاړ يې ستا شير بريتي بچي څه سول ستا هغه زامن څه سول چي انګريز عسکر به يې د نامه په اورېدو لړزېدل ته چا نظر کړې پر تا د کومي بلا سيورى پريوت ته ولي داسي په چپه خوله هر څه زغمې مګر ستا ميرويس څه سو چي د وخت ګرګينان يوځل بيا په خپلو وينو کي و لمبوي مګر د احمد توري بريښ څه سو مګر ستا بچيانو ستا څخه د انتقام اخيستني هوډ کړى.
ايا ته هغه کندهار نه يې چي د وخت شاهنشاه اشوکا د خپلي ميني معبد ټاکلى وو مګر ته هغه کندهار نه يې چيري چي د اسيا نامتو امپراطور حضرت احمدشاه بابا پکښي اوسيدی، مګر ته هغه کندهار نه يې چي بچو يې سرونه په لاس د انګرېز سره د جګړې ډګر ته دانګل مګر ستا په بچو څه و سول ستا نازولي اوس ولي د يوه او بل په وژلو له پرديو پيسې اخلي ستا بچي ولي ستا د وجود د غړو پرېکولو ته دونه لېواله دي مګر دوى ته هېر کړى يې مګر دوى نور هغه شېربريتي کنداريان نه دي ستا د ښکارپور دروازي پايلوچان څه سول مګر ستا د ده خواجې په ناميانو څه و سول مګر ستا د کابل دروازې ناميان په مرګ بيده سول کندهاره ته هر څه زغملاى سې مګر زه نور هيڅ نه سم زغملاى نور زه د خپلو معصومو ورونو جنازې نه سم ښخولاى نور زه د بم په پارچو څيرل سوي ځيګرونه نه سم ګنډلاى نور لو واله هم د اوبو پر ځاى په وينو بهيږي نور کندهاري انار د دالې په اوبو نه اوبه کيږي نور هلته زما د معصومو ورونو د وينو کمى نسته بسته کندهاره نور زه د عمر د نازولو ظلم او د کرزي د بيغورو بيغوري نه سم زغملاى نور زه ستړى سوم نور زما د تحمل کاسه لبرېزه سوه زه ستا بچيان نور دې ته نه پرېږدم چي د هر څه په وړاندي چپ پاته سي نور اوبه تر سر واوښتې دنيا دي د عيش او عشرت کوي زه دي په وينو کي رغړم ولي ګناه مي څه ده ولي بايد داسي سم مګر زه انسان نه يم مګر زه د دې نړۍ وګړۍ نه يم د نوري نړۍ ماشومان دي په لوبو او خندا د جنګ نه پېژني زما ماشوم دي خپلي لوبي په توپک او توپنچه کوي د نړۍ نازولي دي زما ورور د طالب او تروريست په نوم وژني او خپل تروريستانو ته دې دې اجازه ورکوي چي خپل شاجورونه زما په ځانګو کي د پراته ماشوم په سينه کي ورخالي کړي.
او اې بيغور کنداريانو مګر تاسو مړه ياست مګر ستاسو مېړانه دا سو چي ستا ورور دي ستا په مخ کي په خپلو وينوکي رغړي او ته دي په رډو سترګو ورته ګورې مګر تاسو د خپلي خور په کونډتوب خوښ ياست مګر ستاسو د خپل وراره يتمتوب نه راويښه وي په تاسو څه و سوه چا نظر کړاست تاسو خو داسي نه واست تاسو ته حتماً چا ښرا کړې ده بسته د خداى لپاره نور را ويښ سى او ياد لرى چي يوه ورځ به خامخا ستاسو راتلونکي نسلونه تاسو تر ګرېوان نيسي او زه هغه ورځ په سترګو وينم چي تاسو د هغو جواب نه لرى.
اې د کندهار نازولې تاته وايم يې کرزيه چي د کنداري نوم درباندي ياديږي مګر په وينو کي دي ګوره د کوم ځاى وينه چليږي کرکولي خو دي داسي په افتخار پر سر ايښې ده لکه تا چي د هيواد ټول افتخارات ګټلي وي دا په ياد لره چي تاريخ او کندهار به خامخا يو وخت نه يو وخت تا تر ګريوان نيسي.
او اې امير المومينينه ته خو بايد داسي و نه کړې ولي ستا هېر سول چي د شمال پر هر تاک ستا سره يو کندارى ځوان شهيد سو مګر ته د دې ميړني اولس قربانى هيري کړې مګر ته دا هېرولاى سې چي ته يوازي په ليلي دښته کي شل زره کنداري ځوانان د اوزبکو خونخورو ته لاس تړلي ور پرېښول مګر ته هرڅه هيرولاى سې.
او اې هغه کنداريانو چي پر تاسو کنداريان حساب کوي تاسو يادوم اې هوتک صاب،جهاني صاب،فاروق اعظمه،نثار صمده،هاري،غرزى خواخوږې،محمود کرزيه،واصفي صاب،ګلاغا شيرزيه،علومي صاب،متوکل صاب،ضعيف صاب، ا و…تاسو کندهار هېر کړى مګر تاسو د دغه کندهار بچيان نه ياست مګر تاسو ولي د کندهار په اور نه سوځى په خداى او په رسول يوه ورځ ستاسو څخه پوښتنه وسي چي پر تاسو خو دې خاوري حق درلود دغه زموږ ليونيو ته تاسو ولي نه درېږى زموږ دا ليوني تاسو ولي نه پر لار کوى د خداى لپاره نور د زما يې په څه فلسفه پرېږدى دا خاوره پر موږ حق لري د دې خاوري پيدا يو هغه ورځ ليري نه ده چي دا خاوره د تل لپاره د نړۍ له نخشې ووزي نو د خداى لپاره را ويښ سى کنې هغه لاسونه لږ نه دي چي دې لپاره بوخت دي چي تاسو د تل لپاره د نړۍ له نخشې و باسي.
او په اخير کي طالب جانه ستا زنه نيسم ته په دې ښه پوهېږې چي دا دولت بې هغه د کندهار او پښتنو دولت نه دى نو د خداى لپاره نور ما پر قرار پرېږده د خداى لپاره دي نور خوندي مه کونډوه نور دي ورارګان مه شهيدانه وه پرېږده چي نور دي د مندو سترګي له اوښکو وچي سي بست پوره ٤٠ کاله موږ شهيدان ښخ کړل اوس مو يو څه پر قراره پريږده چي لږ دمه خو وکړو.
کابل افغانستان