کرکټ د ولایتي شل اوریزې سیالۍ لپاره ځینې ولایتونو خپلې لوبډلې اعلان کړي
له ننګرهار وروسته لوګر، لغمان, كندز، بدخشان، کونړ، کاپيسا، ميدان وردګ، او پروان هم ولايتي سيالۍ ته لوبډلې اعلان کړې او کرکټ بورډ ته یې د خپلو لوبغاړو نومونه سپارلي دي.
په ننګرهار کې د کرکټ بورډ د ریاست مشر قاري هدایت الله وايي چې تر ډیره حده مو کوښښ وکړ چې د ننګرهار د ولایت تکړه لوبغاړي راروانو ولایتي شل اوریزه سیالیو ته غوره کړو، نوموړی وايي چې غوره شوي لوبغاړي ټول د سکور بوک له مخې غوره شوي دي.
د لوګر لوبډلې کپتان ريس احمدزی بيا وايي چې ((ان شالله کوښښ به وکړو چې سيالي وګټو. زما به هيله دا وي چې له لوګر ولايت څخه افغانستان ته ښه لوبغاړي ورکړم.)) ريس احمدزی چې د ملي لوبډلی لوبغاړی پاتې شوی دی وايي چې په لوبډله کې یې تکړه لوبغاړي او داسې لوبغاړي هم لري چې په مختلفو ملي لوبډلو کې لوبه کوي.
تر اوسه د لاندې لوبډلو لوبغاړي اعلان شوي دي.
لوګر:
۱. ريس احمدزی (کپتان) ۲. ګلبدين نايب ۳. نحيب ځدراڼ ۴. نصيرجمال۵. حشمت الله شهيدي ۶. نور الله خان ۷. داوود حمدزی ۸. زيدالله ۹. شېرخان (ويکټ ساتونکی) ۱۰. باچا خان ۱۱. محبت خان ۱۲. نور محمد ۱۳. خالد احمدزی
۱۴. نجيب احمدزی ۱۵. نوشاد خان ۱۶. مصورخان
روزونکی: حاجي عليم خان، د لوبډلې مدير: شاپور احمدزی
لغمان.
۱. سميع الله مهري ۲. محمد اکمل ارين ۳. فضل ځاځی ۴. محمد يوسف ۵. محمد عالم ۶. احمد ضيا ۷. محمد قاسم
۸. محمد فهيم نصيري ۹. ګل سرور ۱۰. جهيل هاشمي ۱۱. پامير حسيني ۱۲. ضيا خان ۱۳. محمد ايمل هوتک ۱۴. عبدالرقيب مهيري ۱۵. حامد ۱۶. خالد ايوبي
کندز:
۱. احسان الله ۲. مختار احمد زاخېل ۳. عبدالوحيد ۴. هستي خان ۵. علي سلام ۶. محمد اسماعيل ۷. عابد ۸. محمد طارق
۹. اجمل خان ۱۰. عبدالله ۱۱. تاج الدين ۱۲. شاه محمود ۱۳. رحمان الله ۱۴. نور احمد فريد ۱۵. شريف الدين
بدخشان:
۱. سيد نقيب احمد پيمان ۲. نويد ۳. ميلاد ۴. عبدالاحمد احمدي ۵. محمد صابر طاهر ۶. مطيع الله ۷. محمد سميع ۸. شهاب
۹. سنيل ۱۰. عتيق الله ۱۱. جمال ناصر ۱۲. نصير خان ۱۳. وليد ګلستان ۱۴. فيصل ۱۵. جاهد احمد ۱۶. محمد شريف
۱۷. محمد ياسر
کونړ:
۱. سيد رحمان ۲. ممتاز خان ۳. ګوهر ۴. نور محمد ۵. اسراييل ۶. بلال ۷. کليم الله ۸. خان محمد ۹. عبيدالله ۱۰. باچا حسين ۱۱. هميم ۱۲. اسماعيل ۱۳. معراج ۱۴. هجران ۱۵. رحيم الله
کاپيسا:
۱. فياض ۲. اجمل خان ۳. امان الله ۴. صابر خان ۵. نواز ۶. نيک محمد ۷. احمد مزمل ۸. محمد اصف ۹. احمد مصطفی ۱۰. عبدالرحمان ۱۱. عبدالله ۱۲. الياس احمد ۱۳. صالح محمد ۱۴. احمد تميم ۱۵. راشد ۱۶. فردين
ميدان وردګ:
۱. مجتبی ۲. سيد رحمان ۳. رفيع الله کوچی ۴. جاويد صافی ۵. مسعود ۶. نصير احمدزی ۷. شمس الدين عالم ۸. ميرويس ځاځی ۹. جمعه هلال ۱۰. ډاکتر عبدالرحمان ۱۱. حمزه ۱۲. ستار محمد شېرزی ۱۳. جاويد نوري ۱۴. حسيب الله ۱۵. عبدالحکيم ۱۶. ذکي الله ذکي۱۷. محمد نسيم احمدزی
پروان:
۱. عبيدالله ۲. عظمي الله مبارز ۳. قاسم ۴. جواد ۵. کابل جان ۶. شميم خان ۷. احمد سليم مراد ۸. محمد خالد اطرافي ۹. احسان الله ۱۰. علي بهزاد ۱۱. محمد حمزه ۱۲. حشمت الله رباني ۱۳. زاهد ۱۴. محمد نذير ۱۵. محمد اصف ۱۶. ذبيح الله ذکي خاطبي
ننګرهار:
۱، هستي ګل عابد( کپتان) ۲، افتاب عالم ۳، لعل خان شینواری( مرستیال کپتان) ۴، عبد الله عادل ۵، پښتون یوسفزی ۶، باطن شاه ۷، شبیر نوري ۸، شفیق الله شفیق ۹، محمد نسیم ۱۰، نجیب الله ۱۱، محمد ضمیر ۱۲، شوکت زمان ۱۳، فرید الله ۱۴، قاري فطرت الله ۱۵، محمد ریاض ۱۶، محمد ایمل.