كه هر څومره په اوبو كې كرښه وباسو نو بې معنا ده
دا به له حقيقت څخه لرې نه وي چې ووايو زمونږ هيواد او افغان ولس له څو لسيزو راپه ديخوا د بحرنيو هيوادونو او په تيره بيا د ګاونډيو هيوادونو د ښكاره او پټو لاسووهنو له امله په امن كې ندى پاتي او دوي تل هڅه كوي چې افغانان په خپلو منځونو كې له ستونزو سره مخ كړي او دوي خپل هغه اوږد مهاله او لنډ مهاله موخې چې زمونږ د هيواد او خلكو پر وړاندې لري پلې كړي چې تر يو حده پورې په دې توانيدلي هم دي چې د خپلو ګټو لپاره په افغانستان كې كله په يو نوم او كله هم په بل نوم د نا امنيو لړې ته لمن ووهي او په همدې ترڅ كې زمونږ مظلومو هيوادوالو ډيري ناخوالي او نادودي زغملي او د خپل هيواد ټوله مادي او معنوي شتمني يې له لاسه وركړه، خو له دومره ستونزو سره سره چې زمونږ ولس ورسره لاس او ګريوان دى او يو د بل پر وړاندې د ځينو كړيو او ډلو له لورې لمسول شوي تر څو په افغانستان كې ناامنيو او بې ثباتي ته لمن ووهي، خو د دې تر څنګ دا هم بايد په ياد ولري كله چې زمونږ د هيواد ملي گتي او خپلواكۍ د تاريخ په اوږدو كې له ستونزو او يا هم له ګواښ سره مخ شوي نو زمونږ با شهامته او متدينو خلكو د يو خپلواك او آزاد افغانستان لپاره خپلو شخصي او سياسي ګتو او موخو ته شا ګرځولي او د هيواد د دښمنانو پر وړاندې په يوه وسپنيز موټي سره د دوي پر وړاندې دريدلي او خپل هيواد او ولس يې له دغه راز ستر او ملي ګواښ څخه ژغورلى او د خپل هيواد لپاره يې بې شميره شهيدان وكړي او د خپل هيواد او خاوري لپاره يې خپل ځانونه قربان كړى دي.
قدرمنو هيوادوالو او لوستوونكو دا لنډه يادوونه مې ځكه وكړه چې دا څوم ځل دى چې لويديځو رسنيو د ځينو لويديځو هيوادونو د چګپوړو چارواكو له قوله د افغانستان د تجزيي كولو په اړه يو لړ خبرونه او تبصري خپري كړي چې په همدې ترڅ كې يو ځل بيا هم د تلګراف ورځپاڼي په دغه اړه يوه ليكنه كړى چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو له وتلو د مخه بايد دغه هيواد د قومي، ژبني او سمتي ويش له كبله په څو برخو وويشل شي او نړيوال ځواكونه دى د افغانستان له سهيل څخه ووځي او هغو سيمو كې چې تاجك، اوزبك او هزاره قومونه ميشت دي خپله پاملرنه واړوي.
پرته له دې چې نوموړي هيوادونه او يا هم دغه رسنۍد افغانستان تير تاريخ ته هم يوه لنډه كتنه وكړي چې د افغانستان ټولو ميشتو قومونو هغه كه پښتون دى يا تاجك او يا هم هزاره او نور ميشت قومونه ټولو د يو افغان تر نامه لاندې ژوند كړى، او د تاريخ په اوږدو كې چاته د دې اجازه نده وركړي چې د افغانانو خپلواكۍ او ميړانۍ ته په سپګ نظر وګوري او دا يې هم ټولو ته په ډاګه كړي هر كله چې د افغانانو تر منځ كومه ستونزه رامنځ ته شوي نو دوي توانيدلي چې دغو خپل منځي ستونزو ته د پاى ټكى كيږدي او بيرته د يو افغان او ورور په څير ځانته يو نوى ژوند او لاره غوره كړي ، او څرنګه چې پورته مې يادوونه وكړه چې دا اوسنۍ ستونزي چې زمونږ په هيواد كې راولاړي شوي دا هم د نوموړو هيوادونو د لاسووهنو او شرايطو زيږنده ده چې اوس زمونږ هيواد او خلك ورسره لاس او ګريوان دي. خو د افغانستان ګاونډي او نور هيوادونه بايد په دې تمه نوي چې موږ به له دغه فرصت څخه په ګټه پورته كولو سره افغانستان له دغه ستر او ملي ګواښ سره مخ كړو ځكه چې د افغانستان با شهامته او متدين ولس د تاريخ په اوږدو كې هم د خپل هيواد او ولس دښمنانو ته غاړه نده ايښي چې له دوي څخه داسې ګټه پورته كړي چې هغه د افغانستان ملي ګټو او خپلواكۍ ته زيان ورسوي ، او تر ننه پورې د يو افغان تر نامه لاندې ژوند كړى او د يو بل پر وړاندې يې بې دريغه قربانياني وركړي دي. دا ځكه چې كه څوك وغواړي چې په اوبو كې كرښه وباسي او موخه يې دا وي چې د دغې كرښې په ويستلو به په اوبو كې د بيلتون لپاره كوم بدلون او لرې والى رامنځ ته شي نو دا له امكان او فكر څخه لرې خبر ده، نو اوس افغانان هم د دغو اوبو په څير د هيڅ ډول طرحو او وړانديزنو په وړاندې كول سره يو له بل څخه نشي جلا كيداى.
دا چې د دوي دغه راز نظرونه به د افغانستان لپاره څومره اغيزمن وي نو دا څرګنده خبره ده چې په اوسنې حالاتو او شرايط كې د افغانستان د ويش او تجزيي مسئله د دغو رامنځ ته شويو ستونزو د حل لاره نه بلكې دغې موضوع ته لمن وهل نور هم په افغانستان كې د ناامنيو او بې ثباتې لامل ګرځي او په كار ده هر هغه څه چې په افغانستان كې د ستونزو د راولاړيدو لامل ګرځي نوره لمن و نه وهي او ټولو افغانانو ته هم په كار ده چې د دغه ډول وړانديزونو او طرحو پر وړاندې يو موټي او په كلكه ځواب وركړي ځكه چې دغه ډول طرحي او پيشنهادات د غلطو او ناسمو افكارو پر اساس راولاړيږي او هيواد او ولس مو لا زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان كوي، او د دغو ناسمو افكارو او طرحو پر وړاندې بايد خپل ملي او اسلامي دين ادا او نور خپل هيواد او ولس له بربادۍ او ناامنيو څخه د تل لپاره په امن كې وساتو.
په درنښت