کور / تازه خبرونه / کندهار :نيول سوي چاودېدونکي توکي خبريالانو ته وښول سول

کندهار :نيول سوي چاودېدونکي توکي خبريالانو ته وښول سول

د ټاکنو په ورځ دښار په بېلابيلو سيمو کي هغه بېلابېل چاودېدونکي توکي چي د پوليسو له لوري نيول سوي ول د ٤٠٤ نمبر ميوند زون د قوماندان شفيق فضلي له لوري خبريالانو ته وښوول سول . ښاغلي فضلي تېره ورځ په يوه خبري ناسته کي وويل چي د ټاکنو په ورځ دکندهار ولايت په بېلابيلو سيمو کي زيات شمېر چاودېدونکي توکي نيول سوي دي . نوموړى وايي چي په دې اړه يو شمېر کسان هم نيولي دي .