په هغه احتجاجي کنفرانس کي چي تېره ورځ د يو شمېر خبريالانو او کندهار والي له لوري جوړ سوى و پکښي والي او ټولو خبريالانو د محمد نادر چي د بهرنيو ځواکونو له لوري يې په نيمه شپه کي پر کور چاپه وهل سوې وه او له کوره بېول سوى و د خلاصون غوښتنه وکړه او وې ويل چي خبريالان بې پرې او د پيښي د خبر لوڅوونکي دي . خو څوک حق نه لري چي حقوق يې تر پښو لاندي کړي او يا يې پر کورونو چاپې ووهل سي . په دې کنفرانس کي کندهار والي وويل چي دا خبريال د ځينو عکاسيو د اخستلو پر سر بېول سوى دئ او تر پوښتنو ګروېږونو لاندي دئ د والي په وينا که نوموړى بې ګناه و ژر به خوشي سي .