تېره ورځ د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي په جوړه سوې غونډه کي کندهار والي په دې ښار کي پرموټر سايکل باندي د دوو نفرو پر سپرېدو باندي سخت بنديز ولګوى او په اړه يې اړونده امنيتي ارګانونو ته توصيه وکړه او وې ويل چي په ښار کي ټول هغه ترورنو چي رامنځ ته کيږي لامل يې همدا دوه نفره سپرلي دي چي هغه بايد په کلکه توګه منع سي . امنيتي ارګانو هم د خپله اړخه کندهار والي ته ډاډ ورکړ چي نور به په ښار کي هيچاته اجازه ور نه کول سي چي په ښار کي دي دوه نفر پر موټر سايکل باندي تګ راتګ وکړي .