کور / تازه خبرونه / د بولدک په ولسوالي کي د قومندانۍ نوې وداني پرانستله سوه

د بولدک په ولسوالي کي د قومندانۍ نوې وداني پرانستله سوه

هغه مراسم چي د سپين بولدک په ولسوالي کي د نوي ودانۍ د پرانستلو په موخه جوړه سوې وه په کښي د ٤٠٤ميوند زون مرستيال جنرال ميرويس نورزي، د سپين بولدک ولسوالۍ ولسوال عبدالغني، په سپين بولدک ولسوالى کي د آيساف عمومي قومندان ډګروال ګرين، قومي مشرانو او ځايي خلکو ګډون کړى وو پکښي د ٤٠٤ نمبر ميوند زون مرستيال وويل چي د دې قومانداني جوړېدنه يوه لويه لاسته راوړنه ده او د دې ولسوالۍ خلکو ته يې وويل چي د دې قوماندانۍ جوړېدنه ستاسو دپاره د امنيت يو زېرى دئ .
د دې ولسوالۍ ولسوال هم د دې ودانۍ په جوړېدنه خوښي وښوده او وې ويل چي د مخکي په پرتله به زموږ ستونزي د دې ودانۍ په جوړه ولو سره پاى ته ورسيږي .
د قوماندانۍ د دې ودانۍ جوړېدل د درو مياشتو په موده کي پاى ته ورسېد او مالي لګښت يې چي اوه لکه نيوي زره ډالره سوه دکورنيو چارو د وزارت او د امريکا د متحده ايالاتو له لوري ورکول سوې .