بهرني ځواکونه وايي چي په لوګر ولايت کي يې يو طالب قومندان نيولى . نوموړي ځواکونه وايي چي ياد طالب قومندان پر بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو باندي خپله د مخامخ بريدو او د نورو طالب جنګياليود دې لارښووني چي پر همدې ځواکونو بريدونه وکړي مسئوليت په غاړه لاره . نوموړي ځواکونه زياتوي چي ياد قوماندان يې د يولړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولى خو تر دې دمه د وسله والو طالبانو سيميز وياند د بهرنيانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي .