یو ښه کلتور


په ســـــبب د ظـــــالمــــانو حاکــــمـــانو
کور او ګور او پېښور درېواړه یو دي
(رحمن بابا)


پرون مې دلته هالنډ کې د سړک تر غاړې دوه واړه ماشومان ولیدل چې د خپل کور وړاندې د یوې وړې مېزګۍ تر شا ناست وو. په میز د لوبو سامان پراته وو او یوه وړه لوحه هم پرې زړېدلې وه. کله چې زه لږ وړاندې لاړم د پاکستان نوم مې تر غوږو شو؛ نو لږ ځیر شوم چې د دې ماشومانو په خبرو پوه شم.. ماشومانو ویل موږ خپل د لوبو سامان د پاکستان د سیلاب ځپلو وګړو له پاره پلورو، مهرباني وکړئ! زموږ توکې واخلئ!
زه ډېر احساساتي شوم او سترګو ته مې اوښکې راغلې. سم دلاس کړ او تر خپله وسه مې دوی سره مرسته وکړه او د یادګار په ډول مې د دې ښکلو ماشومانو  عکس واخیست او د دوی ستر همت او نېک کار مې ډېر وستایل.
زه په ژورو سوچونو کې لاهو وم او نه یم پوهېدلی چې کله کور ته رسېدلی یم. له ځانه سره مې فکر کولو چې ولې خدای هرډول آزمایښت او بدمرغي په دې بې وزلو خلکو نازلوي؟ زما سترګو ته له یوې مخې د هغو بې وزلو خلکو ناوړه انځورنه ګرځېدل او فکر مې کاوه چې د دې طبیعي ناورین د ناخوالي پایلې او زړه بوږنوونکي انځورنو او خبرونو په لیدو او اورېدو پردي خلک دردېدلي ان تردې چې دا ډول کمکي ماشومان په خوشالۍ او ستر احساس غواړي د سیلاب ځپلو خلکو سره تر خپله وسه مرسته وکړي؛ خو پوښتنه دا ده چې دا نړېوالې مرستې چېرته ځي؟
له بده مرغه د رسنیو له خبرونو او د سیلاب ځپلو خلکو له شکایتونو څخه څرګندېږي چې دې خلکو ته په کافي توګه، څنګه چې په کار ده مرسته نه رسېږي. زه فکر کوم چې په خیراتي چارو کې درغلي د نه زغملو او نه بښلو وړ دی. خدای دې دې ښامارانو او بې انصافه واکمانو ته د نېکۍ هدایت وکړي. چې لږ تر لږه په دوی کې د دې ماشومانو په کچه یو څه انساني عاطفه او احساس پیدا شي.
که چارواکي خپله مرسته نه شي کولای نو لږ تر لږه په نړیوالو مرستو کې دې هېڅ ډول لاس وهنه او تصرف و نه کړي:
 
گر وا نمی کنی گره ای خـــــــــــــود گره مشو
ابرو گشاده باش چو دستت گشاده نیست
(صایب)


بې ځایه به نه وي چې دلته د خدای بښلي اجمل خټک دا شعر هم وړاندې کړم:
د لويو – لويو قدرتونو ربه
يو تمنا ده اوريدى شې كه نه
ستا د سكڼي – سكڼي ماښام نه لوګۍ
د چا د زړه لوګۍ ليدى شې كه نه؟
هسې نه چڼ د خولې ويستل كفر شي
هسې نه تا ته ژړېدل كفر شي
ستا د جنت د نعمتونو نه ځار
زه درته وږی په جهان ژاړم
ستا د دوزخ له لړمانو توبه
زه درته دا لړمانان ژاړم
ستا په رضا زما رضا ده ربه
كاڼۍ هم نس پورې تړلى شمه
خو چې بل ښامار له خزانو ووينم
آخر انسان يم څنګه غلى شمه