کور / خبرتیا او پيغامونه / یو پښتون یو کتاب

یو پښتون یو کتاب


یو پښتون یو کتاب یوازینی لاره چې پښتو د پوهنې او پرمختګ ژبه شي
زمووږ مرام: یو پښتون، يو کتاب — پښتو به لیکو، پښتو به لولو، پښتو به وایو او پښتو به کوو.
که هر پښتون یو کتاب په پښتو وژباړي نو پښتو به هم د پوهنې ژبه شي او د کلتوري یرغلونونه به مخنیوی وشي

ازادۍ او پوهنې پر لؤر یوازینۍ وسله کېدلای شي ژباړه د پښتو ژبې د بډاینې اوګرانو پښتنو ډیر په دې پوهیږو چې زمونږ ده بدمرغی یو لوی عامل بې علمي او ناپوهي ده ،دکوچني نه نیولی تر ډیرو مشرانو پورې په دې بدمرغی اخته یو او په دې فکر هم نه کوو چې ددې بدمرغې نه څنګه ځان خلاص کړو، او که پوهیږو نو په دې عمل نه کوو .
راځی چې په دې نزر باندې کار وکړو او بریالی یی کړوچې هر پښتون اوپښتنه دې په خپل ژوند کې یو کتاب پښتو ته وژباړي
(پوهنیز کتابونو ته ډیره اړتیا ده)
او که ژباڼه نه شي کولې یا وخت نه لري یا نورې ستونزې لري نو د یو کتاب د ژباړلو یا چاپولو لګښت دې په غاړه واخلي چې په دې لاره به یو بل پښتون ته هم خیرورسیږي. او که دا هم نشي کولی نو ددې کار د پلي کولو لپاره دې تبلیغ وکړي چې پښتانه د بدبختی وساتي

ددې کار پلي کولو لپاره یو څو مهم ټکي

     ۱= هغه ژباړونکي چې په ژباڼه بوخت دي یا ددې تر مخه یی څه   ژباړلي وي مهرباني وکړی له مونږ سره په لاندې پته اړیکه ونیسی او د هغو کتابونو نومونه راکړی چې دوهم ځل لپاره ژباړونکي وخت پرې ځایه نه شي.
۲= هغه کسان چې په ژباړه پیل کوي مهرباني وکړی د کتاب نوم مونږ ته راکړی چې خپور یه کړو بیا هم چې د دوه کسانو وخت په یو کتاب ځایه نه شي.
۳= هغه کسان چې ژباړه کوي او چاپولای نشي یا هغه کسان چې مالي لګښت په غاړه اخلي نومونږ سره دې اړیکه ونیسي مونږبه ددې دواړو لورو اړیکه وکړو.
۴= دټولو پښتو رسنیو څخه هیله کوو چې  د (یو پښتون یو کتاب) غږ ټولو پوښتنو غوږونو ته ورسوي او ګټې یی ورته په نښه کړي.
     دا چې په میلونوپښتانه په نورو ژبو پوهیږي او بیا ډیر پښتانه په دې هم زوریږي چې پښتو خپل حق نه لري او پښتنو سره زیاتی کیږي نو بیا یی دخلاسي لار باید وګورو چې د یو پښتون او یو کتاب نذر یوه لاره ده.
موږ په دې کار کې هیڅ ډول مالي،او نورې موخې نه لرو د پښتنو دبدبختیو د پای کیدو په موخه په ځان فرض ګڼو.

habibb@hotmail.co.uk