کور / سپورټي / کرکيټ بورډ ويناوالو ته روزنه ورکړه

کرکيټ بورډ ويناوالو ته روزنه ورکړه

د افغانستان کرکيټ بورډ نن سه شنبه په کابل کي د کرکټو ويناوالو يا کامنټيټرانو ته چي په لوبو تبصرې او شنني کوي مسلکي روزنه ورکړه.
دا روزنه په داسې حال کي رامنځ ته کېږي چي کورنۍ ولايتي شل اوريزه لوبي به په ۲۵ د سپتمبر پيل کېږي او تلويزيونونه او رادويو ګانې به يې په ژوندۍ بڼه خپروي.
ويناوالو ته روزنه د کرکيټ بورډ تخنيکي مدير دولت احمدزي ورکړه او ورته يې لارښونه وکړه چي په څه ډول په لوبه مسلکي وينا يا کامنټري وکړي.
په تېره ولايتي سيالۍ کي په لوبو په وينا ځينې خاميانې وې چي په کي د ځينو مسولينو باربار نومونه يادول هم شامل و. ډېر داسې د کرکيټ اصطلاحات چي اوس ورته په پښتو کي بديل جوړ شوي دي لا په انګليسي ويل کېدل.
افغان کرکيټ بورډ د شمشاد تلويزيون سره چي دا لوبي په ژوندۍ بڼه خپروي دې تفاهم ته رسېدلي دي چي د لوبو ويناوال به ورته کرکيټ بورډ ورکوي چي مسلکي وينا پرې د تلويزيون کتونکو ته وکړي.
افغان کرکيټ بورډ دا ګامونه د لوبو د ښه ښودلو او په لوبه وينا مسلکي کولو په موخه کړي دي.
کرکيټ بورډ راروانه شل اوريزه سيالي لپاره ښه تدابير نيولې او کوښښ کوي چي دا سيالۍ د پخوا په پرتله په ښه بڼه د کرکيټ مينه والو ته وړاندي کړي.
نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره زموږ سره اړيکي ټينګي کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹

د افغانستان د کرکيټ بورډ د رسنيو څانګه