لراوبر ته همدا اوس د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په سهيل کي يې نن يو هليکوپتر رالولوېدى او پکښي نهه تنه بهرني فوځيان ووژل سول او دوه د آيساف سرتيري ، يو د ملي اردو سرتيرى او يوه بل امريکايي پکښي ژوبل سول چي اوس د درملني په موخه د آيساف ځواکونو سيميز روغتون ته ولېږدول سول . په خبرپاڼي کي راغلي چي هليکوپتر د وسله والو له لوري نه دئ ويشتل سوى خو په اړه يې پلټني پيل کړي دي تر څو يې د رالوېدو لامل څرګند کړي . په خبرپاڼه کي د هليکوپتر د رالوېدو ځانګړى ځاى نه دئ په ډاګه سوى .د يادوني وړ ده چي تېره ورځ هم د لوګر ولايت د والي وياند ويلي وه چي د يکښنبې په ورځ په دې ولايت کي د بهرنيو ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه رالوېدلې وه .