ټاکل سوې ده چي نن د دوشنبې په ورځ کي له ترکمنستان څخه هندوستان ته د ګازو د پايپلاين غزولو پروژه لاسليک سي.
د افغانستان دکانونو وزير عنايت شهراني په همدې موخه ترکمنستان ته رسېدلى دئ.
د راپورونو له مخي د روان کال په پاى کي به د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان مشران په عشق آباد کي سره کښېني او د دې پروژې په هکله به وروستۍ خبري ترسره کړي.
له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري هند ته د ګازو د لېږد پر پروژه باندي له څه باندي شپاړسو کالو راهيسي خبري رواني دي خو د بېلابېلو مشکلاتو له امله تر اوسه ځنډېدلې ده.