کور / تازه خبرونه / هلمند : د يو شمېر شکمنو وسله والو د نيولو ادعا وسوه

هلمند : د يو شمېر شکمنو وسله والو د نيولو ادعا وسوه

بهرني او افغان امنيتي ځواکونه وايي چي د هلمند ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کي يې يو شمېر شکمن وسله وال نيولي . نوموړي ځواکونه وايي چي دغه کسان يې په هغو فوځي عملياتو کي نيولي چي د يوه طالب قوماندان د نيولو په موخه يې ترسره کړي ول . نوموړي ځواکونه وايي چي دغه شکمن وسله وال يې د يو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر دې دمه د وسله والو طالبانو سيميز وياند څه نه دي ويلي .