دامریکا د یو راپور له مخي چې ټول ددار نه تښنیدلی باید مرکزي او د څوکۍ خوند وڅټي. دا کار وشو
ښوروا جوړه شوه په لومړی وار چې د ښوروا غړې په خپلو کې سره مخامخ شول د بوتلونو هستوی جنګ یې پیل کړ تر هغه چې ستړی شول . نه پوهیدل نور څه وکړی یو نابیغه راپورته شو او په فیلوسفانه لهجه يې وویل: ما قانون ولوست هلته لیکل شوی موږ کولای شو وزیران استیضاح(استهزا) کړو دا لغت د ښکنځلو مانا لری راّځي یو وزیر راوغواړو او هغه ته ښکنځل وکړ وهم په مو سا تیر شی هم به کار وشي. د روغتیا وزیر یې را وغوښت هغه لا وره نه وو ننوتی چې ښکنځل پيل شول: ته شوده ! لوده، بی کفایت، رشوت خوره…
وزیر بیرته بهر راووت او په منډه يې استعفا ورکړه.
بله اوونۍ یې د بریښنا وزیر راوغوښت
هغه د یو سوټي سره ښوروا ته ننوت سترګې يې پټي او یو جریب خوله يې پرانیستله : غلو، توپکسارارانو، وطن پلورونکو،……
هغو یو بل ته وکتل او چوپ شول او له ځان سره يې وویل : دا هلته څه کوي؟
د دې کار نه هم ستړی شول نه پوهیده څه وکړی.
بل ورځ بیا یو بل نابیغه استیضاح(پوښتنې کول) مانا کړه او ښوروا غړو ته په خندا وویل: راځی له وزیر نه پوښتنې وکړو هم سیل دی هم تماشا. ټوله په خندا شول .
نو د مالیی وزیر يې راوغوښت یو چې په ټولو کې اوقي وو د هغه نه وپوښتل:
۲+۲ څو کیږی ؟
هغه ورته وویل :څلور بیلونه ډالره.
بل ورته وویل: د لاس ګوټې څو دی ؟
هغه ورته وویل: لس تریلونه ډالره .
پوښتنه کونکۍ لږ شکي شو نو خپل لاسونه يې د پتلون په جیبو ته ننه ایستل چې کوټې وشمیری چې رښتیا څو کیږی. ناببره يې ږغ کړل غلط یوولس کیږی او نارې يې کړی زما د جبعې ورونو فیر!
غړپ .دوړی جوړی شوی هغه يې په دوړو کې په هوا کړ.
یو- دوه مخالف لا چوپ وه د هغو لاسونه د پتلانه به جیبونو کې ول اودلاسو ګوتې یې شمیرلې.
یو بل نابیغه نارېکړل د استیضاح مانا ده پر شا سپریدل….
او د اطلاحاتو او کلتور وزیر يې راوغوښت…
نوټ. ماشورا ښوروا مانا کړه.