بهرني او افغان امنيتي ځواکونه وايي چي د يو لړ فوځي عملياتو په ترڅ کي چي د پکتيکا ولايت په يوسف خيلو ولسوالۍ کي يې ترسره کړي يو تن ماين جوړونکى نيولي . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه کس په دې ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو ته ماينونه جوړه ول او د هغوى رهبري يې په غاړه لرله .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري د وسله والو طالبانو وياند څه نه دي ويلي .