د کندهار ولايت د تېل خرڅوونکو د سراى د دوو تنو تېل پلورونکو تر منځ د تيلو د معامعلې پر سر رامنځ ته سوي شخړي د يوه تن ژوند واخست.
څه موده وړاندي د تيل خوڅوونکو سراى د دوو تنو هر يوه زلمي او حاجي محمد تر منځ د تيلو د معاملې پر سر شخړه رامنځ ته سوې وه چي دواړو غاړو بې له دې چي دولتي ځواکونو پر جريان کي واچوي هڅه يې کول څو دا شخړه خپله له منځه يوسي او ورته د پاى ټکى کښيږدي چي په پايله کي يې حاجي محمد د زلمي له خوا ووژل سوو.
د وژل سوي تن دوستانو ادعا کول چي د حاجي محمد تر څنګ د هغه زوى هم د زلمي له خوا بېول سوى او تر دې دمه يې درک نه لري.
د کندهار ولايت مقام د پيښي د ښه ترا څېړلو او مجرم ته د سزا ورکولو په موخه يو درې اړخيزه کميسيون ته چي پکښي د نظامي او ملي څارنوالى، د ملي امنيت رياست او امنيه قومندانى استازي شامل دي وظيفه وسپارله څو د دې قضيې په اړه د عدلي طب څيړني وکړي او مجرم د قانون منګولو ته وسپاري