تمه وه، چې د ديموکراسۍ څو کلن کلتور او د ټاکنو څو کلنو تجربو به موږ داسې يوه ځاى ته رسولي وو، چې اقلاً په پرونيو ټاکنو کې به د درغليو ګراف ټيټ وي. دا تمه بېځايه هم نه وه، د ټاکنو خپلواک کميسيون د خپلو تجربو په رڼا کې درګرده دا نغاره ډنګوله، چې د درغليو پر وړاندې هر ډول دفاعي ميکانيزمونه پکار اچول شوي او ټاکنې به فوق العاده شفافې او رڼې وي. خو پرون تر اوږده انتظار وروسته يو ځل بيا هغه ورځ هم راورسېده، چې نه يوازې د ټاکنو د خپلواک کميسيون غورې- دربې د اوبو پر مخ کرښې ثابتې شوې؛ بلکې خبره تر دې هم يو څو ګامه هاخوا خرابه وه.
وېره وه، چې کانديدان به پخپله ګټه له هېڅ ډول درغليو؛ لکه جعلي کارت کارونې، د زور او پيسو په واسطه د خلکو له ګمراه کونې او نورو څخه تېر نشي؛ خو خبره تر دې ځايه ورانه وه، چې د تخلف او درغلۍ بدرنګه داغونه د ټاکنو د خپلواک کميسيون پر لمنه هم ثابت شول. موږ هيله لرله، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون به لکه څنګه يې چې نوم دى په بشپړه خپلواکۍ خپلې چارې ترسره کړي او په ټاکنو کې به د درغليو ګراف ډېر راښکته کړي، خو هاغه چا ډېره ښه خبره کړې ده، چې کفر چې له کعبې سر راپورته کړي، سړى به چېرته ځي!
څرنګه چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون غړي هم د دويمه درجه فاسدترين هېواد چارواکي دي؛ نو دوى هم له يوې خوا ډېرو پيسو، ځمکو او کورونو ته اړتيا لري او له بلې خوا د هر خيانت لپاره خپل سيزن او موسم هم وي. دوى خو به پېنځه کاله بيا ارام ناست وي. آيا په دې پېنځو کلونو کې به د مارانو په څېر په خاورو پايي؟ که دوى په همدې موسم کې درغلۍ ونکړي نور نو پېنځه کاله انتظار پکار دى، چې بيا د ټاکنو هنګامه ګرمه شي.
موږ د ټول افغانستان پر ټاکنو نه غږېږو، مطبوعاتو وښودله، چې کوم ځاى کومې ناوړه پېښې رامنځته شوې؛ خو يوازې د مشرقي زون په اړه ويلى شو، چې په درغليو کې تر کانديدانو زياته د ټاکنو د خپلواک کميسيون لمنه ککړه وه.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مشرتابه يوه لويه تېروتنه په مشرقي زون کې د ټاکنو د کميسيون لپاره د يوه خامه خوله او بې تجربې هلک ټاکل وو. ښاغلى عبدالمالک سلېمانزى نه يوازې دا چې د کم عمر او کمې تجربې له امله ددې درانه او لوى پوسټ لپاره وړ نه و؛ بلکې له کانديدانو سره په ګوتو پټولو او درغليو کې هم ډېر بې مقاومته وخوت. ده په ننګرهار، کونړ او لغمان کې له يو څو کانديدانو سره معامله کړې وه او ټول کار يې د هغوى په ګټه کاوه. ددې درغليو يوه بېلګه په لغمان ولايت کې ده.
په لغمان کې د اليشنګ ولسوالۍ کانديد تورن عبدالغفار يو له هغو کانديدانو څخه و، چې په مشرقي زون کې يې د ټاکنو د خپلواک کميسيون له مشر ښاغلي سلېمانزي سره معامله کړې وه. سلېمانزي د تورن عبدالغفار په ګټه په هغو ځايونو کې چې د نوموړي کانديد رايه پکې نه وه مرکزونه تړلي او د نا امنۍ په نامه يې له يوې خوا د نورو کانديدانو د رايې ساحه تنګه کړې وه او له بلې خوا يې د خپل پام وړ کانديد لپاره صندوقونه ډک کړي دي. په کونړ، ننګرهار او لغمان کې يې خپل کسان مقرر کړي وو او څه يې چې له لاسه کېدل ټول يې وکړل.
ددې درغليو ثبوتونه او وروستي راپورونه به په نورو ليکنو کې ولولو؛ خو د اوس لپاره همدوره ويل کافي دي، چې:
په مشرقي زون کې د درغليو کچه خورا لوړه وه او ځکه لوړه وه، چې پر کانديدانو سربېره پکې د ټاکنو د کميسيون مشر او غړي هم په اتڼ ورګډ ول.
حافظ څه ښه وايي:
دوش از ميخانه سوى کعبه آمد پير مــــا
چيست ياران طريقت بعد ازين تدبير ما؟