د امريکا د دفاع وزارت وايي د هلمند ولايت له سنګين ولسوالي څخه برتانوي پوځيان وتلي او د عملياتو ټول واک يې امريکايي ځواکونو په لاس کي اخيستئ دئ.
سنګين د هلمند له ناقرارو ولسواليو څخه ده چي برتانوي پوځيانو ته په تيرو څو کلونو کي درنه مرګ ژوبله پکښي اوښتې ده.
اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي په سنګين ولسوالي کي تر ١٠٠ ډېر برتانوي پوځيان وژل سوي چي دا ىې په افغانستان کي د ټولي مړيو يو پر دريمه برخه جوړوي.