کور / تازه خبرونه / هلمند: د طالب قومندان د نيولو ادعا وسوه

هلمند: د طالب قومندان د نيولو ادعا وسوه

د ناټو ځواکونو په هلمند ولايت کي د يوه لوړ پوړي طالب قومندان د نيولو خبر ورکړئ دئ.
بهرني ځواکونه ادعا کوي چي ملاعباس لومړى په ناوه ولسوالي کي د يوې وسله والي نښتي له وجي زخمي سو او وروسته د دوى لاسته ورغئ.
د هلمند ولايتي چارواکو ويلي چي ملا عباس په مارجه، ناوه او نادعلي کي د طالبانو عمليات رهبري کول.
طالبانو لا تر اوسه د ملاعباس د نيولو په باب څه نه دي ويلي.